ټولې جوړې تمه لري چې د واده پیوند یې ورځ تر بلې ټینګ او د تل لپاره همداسې پاتې شي، خو د ځینو د واده پیوند په ژوند کې د ځینو ستونزو او نه پوهاوي له امله سستېږي او کله هم جدایۍ ته رسېږي. د ډېریو جوړو د جدایۍ او له منځه تګ لامل، د ګډ ژوند پر مهارتونو باندې د دواړو لورو نه واک او تسلط دی.
بریالی واده د جوړو په وجود کې ځینو مهارتونو ته اړتیا لري. واده د ژوند تر ټولو مهم تصمیم دی او ځانګړي چمتووالي او مهارتونو ته ضرورت لري. د کوژدې دوران یو ښه فرصت دی چې نارینه او ښځینه هغه مهارتونه، چې بریالی واده ورته اړتیا لري، تر لاسه یې کړي او ګډ ژوند ته د ننوتلو لپاره خپل چمتووالی زیات کړي. که څه هم دا دوران تر یوه چت لاندې ژوند سره ډېر واټن لري، خو بیا هم د ګډ ژوند د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره یو مناسب فرصت ګڼل کېږي.
که تر اوسه ګډ ژوند ته نه یاست ننوتلي یا مجرد یاست، له همدې اوسه د ګډ ژوند د بنسټیزو مهارتونو د روزلو په لټه کې واوسئ، چې وکولای شی بریالی ګډ ژوند ولری.
د بین فردي اړیکو کار پوه سټیون جېمز ډېکسون (Steven James Dixon) د هغو مهارتونو په اړه چې د بریالي او پایښت لرونکي ګډ ژوند لپاره اړین دي، وایي:
لومړی مهارت: د ستونزې حللاره پيدا کول
د ستونزې د حل مهارت د ګډ ژوند تر ټولو مهم مهارت دی، ځکه که چېرې دا مهارت تر لاسه نه کړی، ژوند مو داسې ګډوډېږي چې د نورو مهارتونو ترلاسه کول به هېڅ ګټه ونه لري. د ستونزې د حل مهارت یانې که چېرې د خپل ژوند له شریک سره مو په کومه برخه کې د نظر اختلاف پیدا کړ، وکولای شی چې ستونزه حل او په یوه ګډ نظر باندې سره هوکړې ته ورسېږی. حقیقت دا دی، باید وکولای شی موقعیت او ځای ته په کتو سره، آیا سمه ده چې په خپل دریځ باندې ټینګار وکړی یا غوره ده چې له خپل دریځ څخه تېر شی او شاته تګ وکړی. د ډېکسون په خبره، پر دې مهارت باندې د واک او تسلط نه لرل، د دې سبب ګرځي چې د ګډ ژوند لومړني کلونه مو په ستونزو او اندېښنو سره تېر شي، ځکه لږ وخت ته اړتیا ده، دواړه خواوې د ستونزو په حل کې، په بلې تګلارې سره آشنا شي او خپل مقابل لوری ومني. د ژوند په همدې یو یا دوه لومړیو کلونو کې دې ته متوجه کېږی چې تل به ستاسو خبره نه وي او کله وخت باید له خپل دریځ څخه تېر شی او شاته تګ وکړی.
دویم مهارت: د ژوند شریک غوره ګڼل
ډېکسون وایي: لومړی الله (ج) او بیا د ژوند شریک؛ په زړه پورې ده چې دا ستر ارواپوه د ژوند شریک ته په کورنۍ، اولادونو، دنده، پیسو، آشنایانو او بل هر څیز باندې ترجیح ورکوي.
هغه پر دې باور دی: لومړی خدای (ج)، دویم د ژوند شریک او درېیم اولادونه!
ډېکسون وایي: مېرمن مې زما ټول ژوند ده او هېڅکله کوم څوک او کوم څه پرې غوره نه ګڼم او کله وخت چې مېرمن یې ناروغه شي او یا هم له کومې ځانګړې ستونزې سره لاس او ګرېوان کېږي او ښه حالت نه لري، دغه راز د ډېکسون د ژوند لومړیتوب به وي، ځکه پخپله هم دا تمه لري چې مېرمن یې ده ته په هرڅه باندې لومړیتوب ورکړي.
درېیم مهارت: فردي پرمختګ
یوازې د ننني ګډ ژوند په اړه فکر مه کوئ، بلکې د راتلونکې په اړه هم فکر وکړئ او د خپلې اړیکې د ښه کېدو او دوام لپاره د ځینو لارو چارو په لټه کې واوسئ؛ د بېلګې په توګه، کله وخت له ځانه وپوښتئ:
ـــ څنګه کولای شم چې ښه او د خوښې وړ د ژوند شریک واوسم؟
ـــ څنګه کولای شم چې په راتلونکې کې د خپل ژوند د شریک په نظر جذاب ښکاره شم؟
ـــ آیا غوره نه ده چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم؟
ـــ آیا کولای شم د خپل ځان لپاره نوی کاروبار پیل کړم؟
ـــ څنګه د خپل ژوند شریک ته دا ښکاره کړم چې په سختو او ستونزمنو شرایطو کې یې تر څنګ یم؟
ډېکسون وړاندیز کوي چې په ژوند کې تغذیې، روغتیا او سلامتیا، پس انداز، د راتلونکې په اړه فکر کولو او دنده ییز پرمختګ ته ارزښت ورکړئ، څو وکولای شی د خپل ځان او د خپل ژوند د شریک لپاره یوه غوره راتلونکې رامنځ ته کړی. باید خپله ټوله هڅه وکړئ، څو د ژوند یو ښه شریک ولری.
څلورم مهارت: تېرېدنه
کله مو چې اړیکه نه ده رسمي شوې، که له مقابل لوري څخه مو کومه تېروتنه وشي، ښایي تصمیم ونیسی چې هغه د تل لپاره پرېږدی او خپلې اړیکې ته د پای ټکی کېږدی؛ خو کله چې ګډ ژوند ته ننوځی، نو اړینه ده چې په خپل ځان کې د تېرېدنې مهارت پياوړی کړئ، څو وکولای شی د مقابل لوري تېروتنې ډېر ژر وبښئ. که د ژوند شریک مو کومه تېروتنه وکړه او له تاسو څخه یې بښنه وغوښته، نو خپل ځان ته د دې یادونه وکړئ چې هېڅوک بشپړ نه دی او تاسو هم ښایي تېروتنه وکړی، که بریالي نه شوی چې په خپل ځان کې د بښنې مهارت رامنځ ته کړی، نو هرومرو له یوه کارپوه څخه مشوره وغواړئ. کله چې د بښنې وړتیا ونه لری، نو هماغه وخت باید د خپل ژوند فاتحه ولولئ، نو په ډاډ سره ویلی شم چې ګډ ژوند مو له ستونزو سره مخامخ کېږي. باید پر دې باندې پوه شئ چې ډېری وخت د اړیکې دوام له بښنې پرته ناشونی دی. ډېکسون هغو کسانو ته چې دا مهارت نه لري، یا دومره کینه کښ دي چې بښنه نه شي کولای، وړاندیز کوي چې د تل لپاره مجرد پاتې شي.
پنځم مهارت: خلاقیت
ځینې کسان له واده څخه وروسته داسې احساس کوي، چې ژوند یې یو مخیز او ستړی کوونکی شوی دی. ډېکسون وایي: د دې لپاره چې له یو مخیزتوب څخه واټن واخلی، خلاق واوسئ او په خلاقیت سره خپل ژوند خوږ کړئ. کله وخت د خپل ژوند شریک د څو دقیقو لپاره هیجاني او تفریحي لوبو ته را وبولئ او د یو بل ترڅنګ له اوسېدو څخه خوند واخلئ. د رخصتۍ په ورځو کې پلی مزل وکړئ او خپله اړیکه هیجاني کړئ.
شپږم مهارت: په مثبتو ځانګړتیاوو باندې تمرکز
هڅه وکړئ چې د خپل ژوند د شریک پر مثبتو ټکو باندې تمرکز وکړئ، نه دا چې یوازې تېروتنې او ځورونکي چلندونه یې ووینئ. ښایي د خپل ژوند د شریک له ځینو ځانګړتیاوو څخه ناخوښه او ناراضي واوسئ، خو په ډاډ سره ویلی شم چې ښې ځانګړتیاوې هم لري، چې خوشاله کوي مو. د ډېکسون په باور، په ډېر احتمال سره ستاسو د ژوند د شریک مثبتې ځانګړتیاوې له منفي ځانګړتیاوو څخه ډېرې دي، ځکه که داسې نه وای، نو واده مو نه ورسره کاوه، نو د خپل د ژوند د شریک پر هغو ځانګړنو باندې تمرکز وکړئ، چې تاسو یې پرې مین کړي یاست.
اووم مهارت: پر نېکمرغۍ باندې د زړه له کومې باور
باید دا باور په ځان کې پياوړی کړو چې د واده اړیکه به مو پایښت لرونکې وي او هېڅکله د طلاق او جدایۍ سبب نه ګرځي. نو دا ډاډ ترلاسه کړئ چې د ژوند شریک مو هم ستاسو په اندازه له تاسې سره مینه لري. ډېکسون وایي: ښایي کله وخت په ښکاره د خپل د ژوند د شریک مینې ته متوجه نه شی، خو ومنئ چې درباندې مین دی او هڅه وکړئ چې په مینه باندې یې باور وکړئ. هم نارینه او هم ښځینه، باید له کوم شک او تردید پرته ډاډه اوسي چې نور به په خپلو ژمنو باندې وفا کوي، په دې متقابل ډاډ سره کولای شی ډاډمن شی چې په ژوند کې به مو هېڅ ستونزه را پیدا نه شي. که داسې چلند وکړی، نو همدا فکر مو د ژوند شریک ته هم لېږدي او په چټکۍ سره مو اړیکه د ښه والي په لور ګام پورته کوي.
اتم مهارت: د یو بل د بیا پېژندنې مهارت
ښایي کله وخت مو داسې فکر کاوه چې د خپل ژوند شریک په بشپړه توګه پېژنی، خو دا چې یوازې یو ځل هغه په بشپړه توګه وپېژنی، بسنه نه کوي، ځکه د وخت په اوږدو کې هر فرد بدلون کوي او لاپسې پخېږي، نو ښځینه او نارینه د یو بل همېشنۍ پېژندګلوي ته اړتیا لري. هرومرو دا منی چې ستاسو د ژوند د شریک اخلاقو او چلند په ۴۰ کلنۍ کې د کوژدې د دوران په پرتله بدلون کړی دی، خو دا توپیرونه د جدایۍ لپاره کوم ښه دلیل نه دی. د ګډ ژوند په اوږدو کې باید د خپل ژوند شریک یو وار بیا وپېژنئ او د هغو ځانګړتیاوو په اړه چې د وخت په اوږدو کې یې بدلون کړی دی، پېژندګلوي پیدا کړئ، نو د خپل ژوند د شریک بیا پېژندنه، د ګډ ژوند له بنسټیزو مهارتونو څخه ګڼل کېږي. تر کله چې د خپل ژوند د شریک له یو وار بیا پېژندنې سره لېوالتیا ونه لری، یانې د واده واک او صلاحیت نه لری.
نهم مهارت: د مجردۍ له وخت څخه توپیري چلند
ډېکسون وایي: له واده او د کورنۍ له تشکیل څخه وروسته، نباید داسې چلند وکړئ چې د مجردانو په څېر ښکاره شی، بلکې له ځان څخه داسې چلند ښکاره کړئ چې نورو ته یو متاهل او یوه نېکمرغه کس معلوم شئ، البته په چلند کې مو باید هېڅ تظاهر تر سترګو نه شي، باید په دې باندې پوه شئ، هغه متاهل چې د مجردانو په څېر چلند کوي، نو په ګډ ژوند کې به له بدو پایلو سره مخ شي. دا سم کار نه دی چې د مجردانو په څېر چلند وکړی او هر کله مو چې وغوښتل د متاهلۍ اخلاقو او چلند ته ور وګرځی.
لسم مهارت: سوله ییز بحث
کله وخت شرایط داسې را منځ ته کېږي چې له شخړې پرته هېڅ لاره نه لری، خو که غواړی چې د خپل ځان لپاره دفاعي حالت غوره کړی، نو هرومرو انصاف مراعات کړئ او بحث ډېر مه غځوئ. په پیل کې دا ډاډ تر لاسه کړئ چې د خپل دفاعي حالت لپاره مو سم او پر ځای دلیل لری، یوازې باید خپل نظر څرګند کړئ او که د ژوند شریک مو مخالف و، نو لږ تر لږه ستاسو خبره یې اورېدلې ده او که له تاسو سره لېوالتیا ولري، نو هرومرو هڅه کوي چې غوښتنه مو عملي کړي او رضایت مو تر لاسه کړي. که شخړه نا عادلانه وي، نو په ډاډ سره ویلی شم چې مقابل لوری به ستاسو د خوښۍ او رضایت د تر لاسه کولو لپاره هېڅ هڅه ونه کړي. دا په داسې حال کې ده، که درنښتیز چلند وکړی، نو مقابل لوری مو هڅه کوي چې له یوبل سره یوې هوکړې او ګډ نظر ته ورسېږی، حتی که تاسو په حقه هم یاست، خو ناسم چلند وکړی، نو له شک پرته د ژوند شریک به مو هغه چلند ته دوام ورکړي، کوم چې ستاسو د خواشینۍ او اندېښنې سبب شوی دی.
د بریالي او پایښت لرونکي بریالي ګډ ژوند لپاره، پر دې مهارتونو باندې واک پیدا کړئ او پرې مسلط شئ. په دې مهارتونو باندې د واک پایله، درنښت، خوشالي، متقابل اعتماد، دوه اړخیز ملاتړ او تل پاتې مینه ده، نو وخت پیدا کړئ او له واده څخه مخکې ژر تر ژره هغه مهارتونه، چې پرې وغږېدو، په خپل ځان کې وروزئ. که متاهل یاست او تر اوسه مو د ګډ ژوند د مهارتونو په اړه کوم مطلب نه وي لوستی، بیا هم ناوخته نه ده او کولای شی د دې مهارتونو په زده کړې او تمرین سره، د خپل ګډ ژوند د اړیکې له منځه تګ څخه مخنیوی وکړی او بریالی او پایښت لرونکی ګډ ژوند ولری.