د هېواد د ۳۵ لویو او وړو سیاسي ګوندونو ایتلاف ویلي چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې، خو دغه ټاکنې له پراخو درغلیو او بې نظمیو ډکې وې. ددغه ایتلاف په استازیتوب د جمعیت اسلامي ګوند غړي نور رحمان اخلاقي ویلي، په ټاکنو کې ګڼې ستونزې موجودې وې چې مخنیوی یې شونی و، خو د ټاکنو کمیسیون یې پر وړاندې تدابیر نه لرل. نوموړي همدا راز د ټاکنو پر کمیسیون تور پورې کړی چې په ځينو سیمو کې یې په لوی لاس بې نظمۍ جوړې کړې وې. د اخلاقي په خبره، د بایومیتیرک سیستم خرابوالی، د ټاکنیزو مرکزونو ناوخته پرانیستل کېدل، دویمې ورځې ته په ځينو سیمو کې د ټاکنو غځېدل او په ډېری برخو کې کمزوری نظارت هغه ستونزې دي چې ټاکنې یې تر پوښتنې لاندې راوستې دي. دده په خبره سیاسي ګوندونو پر ټاکنو نظارت درلود نو له همدې امله یې ګڼ داسې سندونه تر لاسه کړي دي چې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو موجودیت ثابتوي.



































