د کندوز د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، د الچین پل د تخریب له امله، په سوداګریزو توکو بار سلګونه موټر د پل دواړو غاړو ته ایسار پاتې دي او د کندوز او شیرخان بندر ترمنځ لویه لاره پرې شوې ده. د دې خونې عامل مدیر مسعود وحدت ویلي، چې تر دې وړاندې به په دغه لویه لاره سلګونو موټرو تګ راتګ کاوه. نوموړی وايي چې اوس مهال د دغې لارې د بندېدو له امله سوداګر خپل مالونه د دشت ارچي له لارې انتقالوي چې له یوې خوا اوږده ده او له بلې خوا ناامنه. دده په وینا که یاد پل ژرترژه ونه رغول شي، د شیرخان بندر د سوداګریزو فعالیتونو د بندېدو لامل به وګرځي. د الچین پل امام صیب، قلعه زال، دشت ارچي ولسوالۍ او شیرخان بندر د کندوز له مرکز سره وصلوي.



































