چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د امریکا- طالبانو تر منځ د سولې تړون په اړه د ملاهیبت الله پیغام

مارچ 1, 2020
in لیکنې
0 0

له متحده ایالاتو سره د اشغال د خاتمې د توافق په اړه د افغانستان اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هیبة الله اخند زاده ( حفظه الله) پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

اللَّهُ أَكْبَرُ كَبيرًا وَالْحَمْدُ للَّه كَثيرًا وَسُبْحَانَ اللَّه بُكْرَةً وَأَصيلًا.

  الحمدلله الذي صدق وعده ونصر عبده و اعز جنده وهزم الأحزاب وحده والصلوة والسلام على من لانبي بعده وعلى اله و اصحابه الذين نشروا دينه، اما بعد:

د ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په ۷مه چي زموږ په خاوره د امریکا په مشری ائتلاف تجاوز کړی و، اسلامي امارت د الله تعالی په نصرت، د افغان میړني ولس په استازولۍ په دې وتوانید چې له شاوخوا نولسو کلونو جهاد او مبارزې وروسته بالآخره له افغانستان څخه د اشغال د خاتمې لپاره توافق ته ورسیږي.

دا بریا د ټول مسلمان او مجاهد ولس، وروڼو او خویندو مشترکه  بریا ده چې نږدې دوه لسیزې يې په سر او مال خورا درنې او تاریخي قربانۍ ورکړې دي.

له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او په راتلونکي کې د هیڅ ډول مداخلې د نه کولو توافق یوه لویه بریا ده.

اسلامي امارت د دغې سترې کامیابۍ په مناسبت د ولس بېلابېلو اقشارو، په خاص ډول مجاهدینو، د شهیدانو کورنیو، زندانیانو، ټپيانو، معیوبینو، مهاجرینو او ټول ولس ته د زړه له کومې مبارکي وايي او دا خورا لویه فتحه د الله تعالی د نصرت او د مجاهدینو د سرښندنو، د خپل ملت د اخلاص، هلو ځلو، ستړیاوو او قربانیو نتیجه بولي.

 غواړم له دغې سترې بریا څخه د را وروسته حالاتو په اړه د مجاهدینو او ټول ملت توجه لاندې ټکو ته را  واړوم:

۱ـ له امریکايي جهت سره د اشغال د پای ته رسیدو په سر توافق چې په نتیجه کې یې زموږ ولس له اشغال څخه نجات پیدا کوي، خورا مهمه بریا  او د الله تعالی ځانګړی احسان، نصرت او لوی انعام دی. موږ باید دا کامیابي د چا کمال ونه بولو؛ بلکې د الله تعالي انعام او د ټول مجاهد ولس د قربانیو محصول یې وګڼو.

۲- د اسلامي امارت له خوا له امریکايي جهت سره شوي توافقات چې د شرعي اصولو په پام کې نیولو سره تر سره شوي او له نړیوالو معیارونو سره هم برابر دي، د ټولو مجاهدینو او افغان ولس له خوا عهد او وعده شوه چې په ټولو باندې يې عملي کول لازم دي. د اسلامي امارت هيڅ یو مسوول او فرد او په مجموع کې هيڅ هیوادوال باید د دغو توافقاتو نقض ونه کړي او په دې اړه ټول ځانونه مکلف وبولي، ځکه په اسلام کې غدر او فریب ځای نه لري او لویه ګناه بلل کیږي، البته که د مقابل لوري له خوا د توافقنامې مخالفت او نقض وشي، نو ټول ولس به بیا هم د تیر په څیر کلکې دفاع ته آماده وي.

۳ـ د افغانستان مسلمان ملت خصوصاً مجاهدین به د تر لاسه شوو بریاوو په اړه د الله تعالی شکر ادا کوي، ځانونه به لا ډېرې تقوا، امانتدارۍ او دیانت ته متعهد بولي، له تکبر، غرور، پر نورو ځان بهتره ګڼلو او ځان مستحق یا ممتاز بللو څخه به په کلکه ځان ساتي، ځکه دا د جهاد او فتحې له روح سره په تضاد کې دي.

۴ ـ له امریکایي جهت سره بریالیو مذاکراتو ثابته کړه چې هر وړ پیچلو موضوعاتو ته حللاره موندل کیدای شي، د دې مذاکراتو بریا د اسلامي امارت له اړخه ټولو داخلي اړخونو ته دا پیغام لېږدوي چې موږ د یوه معقول او عادلانه حل لپاره چمتو یو، را ځئ د خپل ولس د دیني او ملي معیارونو په رڼا کې د مسائلو د حل لپاره تلاش وکړو، د کابل اداره دې هم د ولس له مخالفته لاس واخلي.

۵ ـ اسلامي امارت د ټولې نړۍ او په تېره بیا د سیمې له هیوادونو سره په دوه اړخیزو مثبتو اړیکو باور لري او له ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب اصولو ته ژمن دی.

۶ـ موږ خپل ځورېدلي ولس ته ډاډ ورکوو چې د عادلانه او واقعي اسلامي نظام په سیوري کې به د هیواد ټولو نارینه او ښځینه وو ته  د هغوی حقه حقوق ورکول کیږي.

۷ـ د اسلامي امارت په مخالفت کې چې چا برخه اخیستې وي او په عموم کې هر هغه څوک چی له اسلامي امارت څخه تشویش لري، زموږ له طرفه په تېرو ټولو اعمالو ورته عفوه او بخشش دی، د راتلونکي لپاره ورته د اسلامي اخوت،  ملي وحدت او ښه ژوند غوښتونکي یو.

۸ ـ اسلامي امارت به د معیاري (دیني او عصري) تعلیم، کار، تجارت، ترقۍ، آبادۍ او په ټولو اجتماعي برخو کې د پرمختګ  زمینه سازي کوي، ځکه دا د افغانانو بنیادي حق او زموږ د هیواد د پرمختګ او د ولس د ښیرازۍ او هوسایۍ لپاره  حیاتي او لازمي اړتیا ده.

۹ ـ د اسلامي امارت مجاهدین دې خپل صفونه نور هم منظم، فعال او پیاوړي کړي څو خپل لوی هدف ته چې د اشغال د بشپړې خاتمې وروسته د اسلامي نظام قیام او د ولس سوکالي ده ورسیږي او په راتلونکي کې د هر ډول بدو پېښو مخنیوی، د اسلامي نظام حفاظت او د سرتاسري سولي او امن د ټینګېدو په لاره کې له احتمالي خطرونو سره مقابلې او د ولس خدمت ته چمتو وي.

۱۰ ـ اسلامي امارت د مؤمن ولس له بېلابېلو اقشارو علماء کرامو، قومي مخورو، منورینو، پوهانو، استادانو، شاګردانو او عام  ولس څخه غوښتنه کوي، لکه څنګه چې د اشغال د خاتمې په کار کې په پوره اخلاص د خپلو مجاهدینو وروڼو سره ودرېدل، دغه راز د داخلي موضوعاتو د حل په برخه کې هم خپل اتحاد او همکاري جاري وساتي، څو دغه پړاو هم د بریا منزل ته ورسیږي او افغانستان له عادلانه اسلامي نظام او سولې څخه برخمن شي.

۱۱ – په اخر کې د قطر هیواد او د هغه له محترم امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني څخه مننه  کوم چي د مذاکراتو لپاره یې سهولتونه برابر کړي او په اخلاص سره یې له دې پروسې سره مرسته کړې ده. همدارنګه، د پاکستان، ازبکستان، چین، ایران، روسیې، اندونیزیا، ترکمنستان، کرغیزستان، عربي متحده اماراتو او نورو ټولو هغو هیوادونو څخه چې د مذاکراتو په بهیر کې یې مرسته کړې، مننه کوم او کور ودانی ورته وایم.

والسلام

د افغانستان اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هیبة الله اخند زاده

۵/۷/۱۴۴۱هـ ق

۱۰/۱۲/۱۳۹۸هـ ش ــ ۲۰۲۰/۲/۲۹م

Share43Tweet27Share11

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Columbus, United States
چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In