شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

    ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

کورنۍ ته مو ارزښت ورکړئ

لیکوال: لېوېنګ سټون

مارچ 2, 2020
in لیکنې
0 0

ژباړه: حمیدالله حمیدي

باید په یاد مو وي چې کورنۍ تر هرڅه ارزښتمنه ده. ډېوېډ ډېر خواریکښ سړی دی. هغه ټوله ورځ کار کوي او غواړي ډاډه شي چې کورنۍ خو به یې د کوم شي محتاجه نه وي، خو هغه یو شی هېر کړي دي، هغه له دې کبله چې ډېر سخت بوخت دی، نه شي کولای خپلو اولادونو ته وخت ورکړي. هغه سهار وختي مخکې له دې چې اولادونه یې له خوبه را ویښ شي، له کوره وځي او د شپې ناوخته داسې مهال کور ته را ګرځي چې ټول ویده وي. هغه د خپلو اولادونو د زوکړې په مراسمو کې نه وي، په ښوونځي کې یې د کوچني زوی د فوټبال لوبه نه ده لیدلې او له ښوونځي څخه یې د زوی د فارغېدو په مراسمو کې هم ګډون نه و کړی. کورنۍ یې د ډوېډ په دې کار خپه وه او له همدې کبله یې اوس اوس په کورنۍ کې ځینې ستونزې هم را پیدا شوې وې.

زموږ اولادونه په دې نه پوهېږي چې حالات څنګه دي، هغوی نه پوهېږي چې تاسو غواړی له خپلو اولادونو سره وخت تېر کړی، خو اړ یاست چې باید کار وکړی، د هغوی لپاره خواړه تیار کړی، جامې ورته برابرې کړی او د زده کړو تر ټولو ښه شرایط او امکانات ورته برابر کړی. دوی یوازې په یوه شي باندې پوهېږي، هغه دا چې کله درته اړتیا پیدا کړي، باید د لاسرسي وړ او ور سره وی. په هر ډول شرایطو کې هڅه وکړئ چې د خپلو اولادونو لپاره وخت ځانګړی کړئ، ځکه هغوی ستاسو حضور ته اړتیا لري.

یوه ورځ پلار ستړی او ستومانه له دندې کور ته راغی، زوی یې ور منډې کړل او پلار ته یې وویل چې دوه ډالره راکړه. پلار یې په غوسه هغه له ځانه لرې کړ. له یو څه دمې وروسته یې له ځان سره وویل، ولې مې زوی دوه ډالر راڅخه وغوښتل، هغه خو له دې وړاندې داسې کومه غوښتنه نه وه کړې. بیا یې وویل، کېدای  شي د لوبو نوي توکي به اخلي… په همدې شپه کې یې د زوی کوټې ته ورغی، له زوی څخه د هغه پر وړاندې له خپل چلن څخه بښنه وغوښته، دوه ډالر یې ورکړل، په تندي یې ښکل کړ او شپه پخیر یې ورته وویل، خو مخکې له دې چې د زوی له کوټې یې را ووځي، زوی یې د خپل پلار لاسونه کلک ونیول او بیا یې له خپل پلاره وپوښتل، پلاره! تاته په دنده کې په هر ساعت کې څومره پیسې درکوي؟ پلار یې یو څه ټکنی شو، په شونډو کې سره وپسېد، وویل، لس ډالره. ولې دې دا پوښتنه وکړه؟ زوی یې پخوا اته ډالر درلودل او دوه ډالره یې دا ور باندې ور زیات کړل، پلار ته یې وویل، ډېر وخت کېږي چې پیسې سپما کوم، دا لس ډالر واخله او سبا یو ساعت وختي کور ته راشه، چې د شپې ډوډۍ له موږ سره په ګډه وخورې. د پلار سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، زوی یې په غېږ کې ونیو او بښنه یې ترې وغوښته. کورنۍ تر هر څه ارزښتمنه ده. د یوه او بل په خوا کې ژوند تېرول هغه څه دي چې د کورنۍ بنسټ قوي کوي. د کور د مشر په توګه باید ډېر وخت د خپلې مېرمنې او اولادونو تر څنګ تېر کړئ. یو رښتینی نارینه له خپلې مېرمنې سره مینه لري او کورنۍ ته د ژوند د یوې مهمې برخې په سترګه ګوري. له مېرمنې او اولادونو سره مو د تېرې ورځې په اړه خبرې وکړئ، ملګري یې اوسئ، هڅه وکړئ چې هغوی ډېر وپېژنئ او ښه یې درک کړئ. د اولادونو تر ټولو ښه ملګري اوسئ. داسې چلن ور سره وکړئ چې باور در باندې وکړي. یوازې په همدې توګه کولای شی له خپلو اولادونو سره ښه اړیکه ټینګه کړی.

که مو تر اوسه پورې مور او پلار ژوندي وي، ډېره ناسته ولاړه ور سره کوئ، کیسې ور سره کوئ او د هغوی د خوښې وړ موضوع باندې ور سره خبرې کوئ. داسې کار ورته وکړئ او داسې احساس ور کړئ چې ګواکې در باندې ګران دي. د کورنۍ د نورو غړو پوښتنه مو هم کوئ، هڅه وکړئ چې د زوکړې ورځې مو  یې پر یاد وي، که خپله نه شی ورتللی، د بل چا په لاس ورته ډالۍ او مبارکي واستوئ. په دې کار سره به هغوی ډېر در څخه خوشاله شي. مهمه نه ده چې ګرانه ډالۍ ورته واخلی، مهمه دا ده چې یاد یې کړئ. د ډالۍ ارزښت او کیفیت مهم نه دی، بلکې مهم ستاسو احساس او مینه ده.

که مو مور او پلار له مېرمنې سره ښه چلن نه وي کړی او تاسو ور باندې خپه شوي وی، نو ښه ده چې هغوی وبښئ. مه پرېږدئ چې دغه څه له کورنۍ سره ستاسو د مینې د کموالي لامل شي. که در څخه لرې وي، اړیکه ور سره ونیسئ او ورته ووایاست چې هغوی مو بښلي دي او دا تاسو یاست چې بښنه ترې غواړی. دغه کار هرو مرو وکړئ. کورنۍ ډېره مهمه ده. کورنۍ د ژوند ښکلا او ارامي ده، لکه د لمر رڼا، لکه د یوه ماشوم خندا، د مور مینه او پلار اوسېدل. ګډ ژوند ډېر خوندور وي، خو چې مینه پکې وي. ارامي د بشر د پرمختګ نښه ده.

هلکانو ته مې سپارښتنه دا ده چې هغوی باید ډېر وخت د خپلو پلرونو او نجونې ډېر وخت د خپلو میندو تر څنګ تېر کړي، ځکه مور او پلار ډېر څه تاسو ته د زده کړو لپاره لري. که غواړی ښه ژوند ولری، نو مور او پلار ته مو احترام او درناوی وکړئ. هڅه وکړئ چې د شپې ډوډۍ مو له مور او پلار سره وخورئ، په څنګ کې یې کېنئ، عکسونه ور سره واخلئ، ښه وخت ور سره تېر کړئ او دعا ورته وکړئ. ځکه کورنۍ تر هر څه مهمه ده. که کله له یوه داسې کس سره مخ شوی چې کورنۍ نه لري، هغه وخت بیا د خپلې کورنۍ په قدر او ارزښت پوهېدلای شی. داسې کسان شته چې بیخي یوازې دي او ان د کورنۍ په نوم کوم شی لا پېژني نه. دوی په دې نه پوهېږي چې مور او پلار یې څوک دي او له چا زیږېدلي دي. تاسو چې یوه ښکلې کورنۍ لری، بیا یې ولې په قدر نه پوهېږی؟ تاسو د کورنۍ په انتخاب کې هېڅ ونډه نه درلوده، ځکه کورنۍ د خدای پاک له لوري یوه ارزښتمنه ډالۍ ده. کټ مټ لکه تاسو چې د خپل پلار او مور لپاره د خدای پاک له لوري ډالۍ یاست. د کورنۍ غړي تل له یو او بل څخه ملاتړ کوي، د یو او بل تر څنګ وي او ستونزې په ګډه سره حل کوي.

کیم کارداشیان ویلي: «څه شی چې ډېر ارزښت لري هغه دا دي چې خوشاله اوسئ، څه چې یاست هغسې اوسئ او زه ډېر نېکمرغه یم چې په سېستماتیک ډول د کورنۍ ملاتړ لرم.»

رونالدینیو ویلي: «کورنۍ زما لپاره هر څه دي. زه د پلار، مور، خویندو او وروڼو تر څنګ ځان ډاډمن احساسوم. ځکه دوی ماته ټول هغه څه را کړي دي چې اړتیا ورته لرم. ان کومې زده کړې مې چې کړې دي، د دوی له برکته دي.»

کورنۍ او ملګري هغه څوک دي چې زما ملاتړ یې کړی دی. دوی زما لپاره هغه څه دي چې باید وایې ورم، دوی په ښه او بد وخت کې زما تر څنګ دي. زه نه پوهېږم که دوی نه وای زه به اوس چېرته وم. همدا دوی دي چې له ستونزو سره مبارزه کوم. کورنۍ په ژوند کې تر ټولو مهم عنصر دی. کورنۍ یانې هر څه! که له ما سره ښه کوی، نو له کورنۍ، خویندو او وروڼو سره په اړیکه کې اوسئ، نه د دې لپاره چې له هغوی څه غواړی، یوازې دومره ورته ووایئ چې پرې ګران یاست. که اړیکه نه شی ور سره نیولی، نو لیک او پیغام ور واستوئ، تاسو به وګوری چې ستاسو په دې کار دوی څومره خوشاله کېږي. له هغه وروسته به له ما څخه مننه وکړی.

Share10Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

جولای 25, 2026

امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

جولای 25, 2026

ایران: د افغانستان د ثبات لپاره له هر نوښت ملاتړ کوو

جولای 25, 2026

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In