نوموړي داسې مهال روسیې ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د واشنګټن او مسکو اړیکې ترینګلې شوې دي. بولټن به په دغه سفر کې له خپل روسي سیال نیکولای پتروشف او د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري. دواړه لوري به په دغه لیدنه کې پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې او بحثونه ولري. ویل کېږي چې په دغه لیدنه کې به د ټرمپ سلاکار جان بولټن له مسکو وغواړي چې د افغان سولې په برخه کې همکاري ورسره وکړي. سره له دې چې امریکا تر دې دمه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د بحث یوه مهمه موضوع د افغانستان د سولې مسئله ده او امریکا به له مسکو وغواړي څو طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي. دوی به همدار راز د واشنګټن او مسکو پر وروستیو اړیکو او ترینګلو مناسباتو هم خبرې او بحثونه ولري. په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر روسیې ګڼ تورونه لګولي دي. هغه ویلي چې روسیې لنډ واټن ویشتونکي توغندي هم جوړ کړي دي نو ځکه یې زړه ښه کړی چې له دغه هېواد سره یو مهم اټومي تړون لغوه کړي. مسکو بیا د ټرمپ دغه تورونه رد کړي دي.



































