پاکستاني ملا فضل الرحمن د افغانستان ټاکنې ناروا بللې دي. نوموړي پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د تېرو ورځو د ولسي جرګې ټاکنې ناروا دي ځکه دغه هېواد د نورو تر کنټرول لاندې دی. نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي چې څه موده وړاندې یې د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې له شرمه ډکه ماتې وخوړه. فضل الرحمن ویلي د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې به ددغه هېواد پر راتلونکې هېڅ مثبت اغېز و نه کړي. ملا فضل الرحمن او سمېع الحق هغه ملایان دي چې په افغانستان کې د حکومت ضد روانه جګړه مشروع ګڼي. ددوی په اړه تر ټولو عمده نظر دا دی، چې د پاکستاني استخباراتي ادارې یا ای ایس ای په لارښوونه او اشاره دغه ډول څرګندونې کوي. په پاکستان کې ډېری افراطي ګوندونه د استخباراتي ادارې تر کنټرول لاندې دي او ددوی په اشاره نڅا کوي. څه موده وړاندې د فضل الرحمن د ګوند یوه پخواني غړي مولانا شیراني ویلي وو، ځکه یې دغه ګوند پرې اېښی دی، چې پاکستاني ملایان د حکومت په لاس لوبېږي او په افغانستان کې د ناروا، خونړۍ او له وير ډکې جګړې جواز ورکوي.



































