د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار داسې مهال روسیې ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د واشنګټن او مسکو اړیکې ترینګلې شوې دي.
بولټن به په دغه سفر کې له خپل روسي سیال نیکولای پېټروشيف او د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري.
دواړه لوري به په دغه لیدنه کې پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې او بحثونه ولري. ویل کېږي چې په دغه لیدنه کې به د ټرمپ سلاکار جان بولټن له مسکوه د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړي. سره له دې چې امریکا تر دې دمه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د بحث یوه مهمه موضوع د افغانستان د سولې مسئله ده او امریکا به له مسکوه وغواړي څو طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
دوی به همدار راز د واشنګټن او مسکو پر وروستیو اړیکو او ترینګلو مناسباتو هم خبرې او بحثونه ولري. په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پر روسیې ګڼ تورونه لګولي دي. هغه ویلي چې روسیې لنډ واټن ویشتونکي توغندي هم جوړ کړي دي، ځکه یې زړه ښه کړی چې له دغه هېواد سره یو مهم اټومي تړون لغوه کړي.
د چارو افغان شنونکي بيا پر دې باور دي چې د مسکو او واشنګټن تر منځ ناسم مناسبات د افغان سولې پر پروسې ناوړه اغېز کوي او په داسې حال کې چې له طالبانو سره د سولې هڅو تازه ساه اخيستې، د مسکو او واشنګټن د اړيکو ترينګلتيا دا خبرې يو ځل بيا له خنډ سره مخ کولی شي.



































