پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

    مجاهد: پاکستان دې د افغان طبي محصلانو د ایستلو په پرېکړه بیاکتنه وکړي

    یوه اماراتي شرکت د سالنګ دویم تونل او درملو فابریکې جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې

    ډبلیو ایف پي؛ په افغانستان کې د جرمني له پلاوي هرکلی کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

په کابل کې نارينه نوماندان ښايي په ۲۵۰۰ او ښځينه نوماندانې په ۱۴۰۰ رايو ټاکنې وګټي

اکتوبر 23, 2018
in افغانستان
0 0

 

د ځينو سرچينو د اټکل منځنۍ کچه ښيي چې کابل کې ښايي ولسي جرګې ته يو نارينه نوماند لږ تر لږه په ٢٥٠٠ او ښځينه نوماند لږ تر لږه په ١٤٠٠ رايو لار پيدا کړى شي.

د کابل په ښار او ولسواليو کې ټول ٥٠٣ د رايو ورکولو مرکزونه جوړ شوي وو.

د ولسي جرګې له ٢٥٠ څوکيو ٣٣ کابل ولايت ته ځانګړې شوې دي. له دغو ٣٣ څوکيو څخه نهه د ښځو ځانګړې څوکۍ دي او هغه ښځې ورته لار مومي چې د ښځينه کانديدانو په منځ کې ډېرې رايې ولري.

خو پاتې ٢٤ څوکيو ته هغه نارينه او ښځې لار موندلى شي چې تر نورو ډېرې رايې ولري.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، کابل کې ټول څه باندې يو ميليون او ٦٣٢زره تنو په ټاکنو کې د رايې کارولو لپاره نومليکنه کړې وه.

خو د ټاکنو کمېسيون د وياند مرستيال عبدالعزيز ابراهيمي وايي، لومړني معلومات ښيي چې په کابل کې يو ميليون تنو رايه کارولې ده. ځينې سرچينې بيا کارېدونکې رايې تر دې کمې بولي.

دغه راز دغه سرچينې اټکل کوي چې په کابل کې به د نارينه نوماندانو تر ټولو لوړه رايه تر شاوخوا لسو زرو او د ښځينه نوماندانو لوړه رايه به تر شاوخوا ٦٠٠٠ ورسېږي.

د افغانستان د ټاکنو د څار موسسې (ايتوا) د پروګرامونو مشر حبيب الله شينواري ويلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کمزوري مديريت او ځينو نورو ستونزو له امله ډېر هغه کسان د رايو له ورکولو پاتې شوي چې ټاکنو ته يې نومليکنه کړې وه.

دغه راز دى وايي چې د رايو ورکولو په ځينو مرکزونو کې د بايومټريک دستګاوو کار نه کاوه، ځينو مرکزونو ته د رايې ورکوونکو نوملړ نه و رسېدلى او ځينو ته غلط نوملړ رسېدلى و چې له امله يې يو شمېر خلک د رايې په ورکولو بريالي نه شول.

د ټاکنو د څار د يادې موسسې د دغه چارواکي په وينا، يادو ستونزو ته په پام کېداى شي د کابل له ټاکنيزې حوزې شاوخوا ٧٠٠زره کسانو خپلې رايې کارولې وي او پاتې نور له خپل دغه حق څخه بې برخې پاتې شوي وي.

هغه دغه وضعيت ته په پام اټکل کوي چې کابل کې کېداى شي ځينې نارينه نوماندان تر لسو زرو رايې ترلاسه کړي، خو وايي، له دې امله چې کابل کې رايې د ٨٠٤ نوماندانو ترمنځ وېشل کېږي، ممکن يو نارينه نوماند لږ تر لږه په شاوخوا ٢٠٠٠ رايو ولسي جرګې ته لار ومومي.

د ده په وينا، ممکن په کابل کې داسې نوماندان هم وي چې د رايې شمېر يې تر لسګونو وانه وړي.

د شينواري د اټکل له مخې، کېداى شي کابل کې داسې ښځينه نوماندانې وي چې تر ۶۰۰۰ رايو ترلاسه کړي، خو د هغه په وينا ممکن ښځينه نوماندانې لږ تر لږه د زرو رايو په ترلاسه کولو سره ولسي جرګې ته لار ومومي.

د ټاکنيزو چارو کارپوه او د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخوانى کارکوونکى ادم خان سيرت بيا وايي چې کابل کې له څه باندې يو اعشاريه شپږ ميليونو هغو کسانو څخه چې د ټاکنو لپاره يې نومليکنه کړې، کېداى شي شاوخوا ٥٠٠ زره کسانو په ټاکنو کې رايې کارولي وي.

هغه وايي، دى ځکه په دې اند دى چې ډېرو کسانو د رايو د ځينو مرکزونو د نه پرانیستو او په ځينو مرکزونو کې د رايې ورکوونکو د نوملړ د نشتوالي له امله رايه نه ده کارولې.

د ده په اند، يادو ستونزو او دې ته په پام چې کابل کې رايې د سلګونو نوماندانو ترمنځ وېشل کېږي، کېداى شي هېڅ نارينه نوماند له ٦٠٠٠ او ښځينه نوماند له ٤٠٠٠ زياتې رايې ترلاسه نه شي کړى.

هغه اټکل کوي چې کابل کې نارينه نوماند په شاوخوا ٣٠٠٠ او ښځينه نوماند په شاوخوا ١٩٠٠ رايو ولسي جرګې ته لار پيدا کړي.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ایف اې او: د اوبو کمښت او د سرو لوړې بیې د افغان بزګرانو لویې ننګونې دي

سپتمبر 9, 2026

د ملګرو ملتونو د ۸۱مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

سپتمبر 9, 2026

د کاناډا صدراعظم خپل ملت وهڅاوه، چې له امريکا سره د سوداګریزې جګړې لپاره سره یو لاس شي

سپتمبر 9, 2026

شي جين پينګ او اندي بورنهام ټېليفوني خبرې وکړې

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In