چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

سياسي ګوندونه او جريانونه: د ولسي جرګې تېرې ټاکنې له بې شمېره ستونزو او درغليو سره مخ وې

اکتوبر 23, 2018
in افغانستان
0 0

 

یو شمېر سیاسي ګوندونه او جریانونه سره له دې چې په ټاکنو کې د خلکو له پراخ ګډونه هرکلی کوي، وايي چې ټاکنې له بې شمېره ستونزو او درغليو سره مخ وې.

د افغانستان سیاسي ګوندونو او جریانونو د تلې په ۲۸مه د ګڼ شمېر مرکزونو نه پرانيستل او يا په ځنډ سره پرانيستل یو پلان شوی عمل وباله.

دغو جریانونو پرون د یوه خبري کنفرانس پر مهال د یوه پرېکړه ‌لیک په خپرولو سره وویل چې تکراري او له بایومېټریک پرته کارول شوې رایې باید باطلې اعلان شي.

د افغان ملت ګوند عمومي منشي ډاکتر نادر حساس د پرېکړه‌ لیک یوه برخه ولوسته چې پکې راغلي وو: «په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې د ټاکنو لړۍ په ټول هېواد کې له ستونزو او بې ‌شمېره درغلیو سره مخ وه چې د انتخاباتو بهیر يې د روڼتیا، مشروعیت او اعتبار له پلوه تر سختو پوښتنو لاندې راوستی دی، زموږ غوښتنه دا ده چې تکراري رایې باید باطلې اعلان شي او په هغو مرکزونو کې چې بایومېټریک سیسټم نه ‌دی کارول شوی، رایې یې د منلو وړ نه ‌دي.»

دوی همدا شان وویل، د رايې ورکولو په ډېرو مرکزونو کې څارونکو ته د څارنې اجازه نه ‌ده ورکړل شوې او په یادو مرکزونو کې حاکمیت له زورواکو سره پاتې شوی.

دغو ګوندونو همدارنګه وویل چې ډېر ژر به د هېواد ملي ګټو ته په پام او له ولس سره له سلا مشورو وروسته د ۱۳۹۷ لمریز کال د ولسي جرګې د ټاکنو په تړاو خپل ګډ دریځ څرګند کړي.

په ورته مهال پر ټاکنو د څار بنسټونه هم په دې پروسه کې د ځينو نيمګړتياوو پر شتون نيوکه کوي او وايي چې ګڼ شمېر خلک د کمېسيون د کمزوري مديريت له کبله په ټاکنو کې له ګډون کولو پاتې شول.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي هم سره له دې چې په ټاکنو کې ځينې نيمګړتياوې مني، خو وايي چې د خلکو له رايو به ساتنه وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد پرون مازديګر يوې خبري ناستې ته وويل چې په ۳۲ ولايتونو کې شاوخوا څلورو ميليونو کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی و.

صياد وويل، د ټاکنو په ورځو کې د پېښو شويو ستونزو څېړنه کوي او که د کمېسيون کارکوونکي په سرغړونو کې ښکېل وي، سزا به ورکړل شي.

د کمېسيون رييس ډاډ ورکړ، د هغو مرکزونو رايې به په دقيقه توګه وڅېړي چې زورواکو پکې د بایومېټریک د نه ‌‌کارولو هڅې کړې دي.

په ورته مهال د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي هم وايي چې په ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو په تړاو ګڼ شمېر شکايتونه ور رسېدلي چې د دوی له لوري به په بې پرې توګه وڅېړل شي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون غړی او وياند علي رضا روحاني د ټاکنو کمېسيون پړ بولي چې د کمزوري مديريت له کبله يې ځينې خلک له رايې ورکولو پاتې شول او په پروسه کې ستونزې پېښې شوې.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، تر نن ماښامه په خپلو ولايتي دفترونو کې شکايتونه ثبتوي او وروسته به یې څېړنې پيل کړي. دوی خبرداری ورکوي چې په درغليو کې ښکېل کسان به مجازات کړي.

Tags: featured
Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In