نشنل انټرسټ نشریه په یوه اوږده مقاله کې لیکي په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې پيل شوې دي خو تر څنګ یې په دغه هېواد کې پر روان خونړي تاوتریخوالي او جګړو هم سترګې نه شي پټېدلی. نشریه زیاتوي دا سمه ده چې امریکا د سولې په برخه کې نوي اقدامات پيل کړي دي، خو دا هغه اقدامات او هڅې دي چې افغان حکومت کلونه ځان ورباندې ستړی کړی دی. نشنل انټرسټ زیاتوي افغان جګړه یوې قوي سیمه ییزې هوکړې ته اړتیا لري، چې په دې توګه د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې دسولې له راتګ ملاتړ او د ترهګرو له همکارۍ لاس واخلي. سرچینه کاږي همداسې یوه هوکړه په ۲۰۰۱ کال کې رامنځ ته شوه چې په پایله کې یې نړیوال د طالبانو د حکومت په له منځه وړلو بریالي شول او په دغه هېواد کې نوی دیموکراتیک نظام جوړ کړل شو. نشنل انټرسټ وايي بلخوا ولسمشر هم کولی شي چې پخپل هېواد کې له ملت او د حکومت له ټولو اړخونو سره یوه قوي هوکړه رامنځ ته کړي او له ټولو دا ژمنه واخلي چې دوی سوله غواړي او په ګډه به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي. خو سرچینه کاږي دا کار ځکه ناممکن دی چې د ملي یووالي حکومت مشران لا هم خپلو کې په اختلافاتو لګیا دي.



































