د راپورونو له مخې تېره ورځ ناوخته په هرات کې یوه افغان سرتېري پر ناټو ځواکونو برید کړی دی چې په پېښه کې یو عسکر وژل شوی دی او دوه نور ټپیان دي. د ناټو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې هم ددغه خبر پخلی شوی دی او وايي چې په هرات کې یې په یوه داخلي برید کې یو عسکر وژل شوی دی. تر اوسه ددغه عسکر د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي. خبرپاڼه زیاتوي چې دوی به د روزنې او مشورې ماموریت کمزوری نه کړي او دغه ډول پېښې یې له خپلو موخو نه شي را ګرځولی. روان کال په هېواد کې ۸ بهرني عسکر وژل شوي دي او په بېلو پېښو کې ۸۵ نور ټپیان دي. له ۲۰۱۴ کال وروسته په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو تلفات په بې ساري توګه راکم شوي دي او د افغان جګړې ټول زیانونه افغان سرتېرو ته اوړي.



































