روسیه وایي د داعش د تهدیداتو پر وړاندې د تیاري لپاره یې له پاکستاني پوځ سره ګډ نظامي تمرینونه پيل کړي دي. څو ورځې وړاندې پاکستان او روسیې هوکړه وکړه، چې ګډ نظامي تمرینات به پیلوي. دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني او روسي ځواکونه ګډ نظامي تمرینات ترسره کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم په پاکستان کې ګډ نظامي تمرینات ترسره کړي دي. د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې تمرینات په چراټ سیمه کې پيل شوي دي او موخه یې هم دا ده، چې دواړه خواوې خپلې تجربې سره شریکې کړي. روسیه بیا وايي چې په سیمه کې دداعش ډلې تهدیدات ډېر شوي دي نو ځکه دوی په منځنۍ اسیا او پاکستان کې پر ګډو تمریمناتو کار پيل کړی دی. پاکستان هغه هېواد دی چې د سړې جګړې پر مهال یې د امریکا هر امر پر ځای کاوه او د امریکا په غوښتنه یې په افغانستان کې د روسیې ضد جګړې ملاتړ کاوه. پاکستان روسیه د ځان دښمنه بلله او د افغانستان مقاومت یې د پاکستان دفاع بلله. خو اوس بیا له هغه ټولو مخالفتونو سره سره د خپلو ګټو لپاره له روسي ځواکونو سره ګډ نظامي عملیات ترسره کوي.