د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي چې پر جنرال رازق برید په کوټه شورا کې طراحي شوی و او بریدګر د پاکستاني استخباراتي ادارې تر نظارت لاندې د ځانمرګو په یوه روزنځای کې روزل شوی و. هغه وايي دغه قضیه ډېر پټ اړخونه لري چې باید روښانه کړل شي. نوموړي ټینګار کړی چې ددې قضیې په اړه د کندهار والي زلمی ویسا هم باید تر پوښتنو ګروېږنو لاندې ونیول شي او پخپله شاوخوا کې د یوه ساتونکي د ګومارلو د څرنګوالي سپیناوی دې وکړي. نوموړي همدا راز د هېواد د بهرنیو چارو پر وزارت غږ کړی چې له پاکستان دې پر جنرال رازق د برید د اصلي طراحانو د نیولو په موخه فشار راوړي. دده په وینا تاجمیر او ملا شرین د برید طراحان دي او په پاکستان کې اوسېږي.



































