د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا هم له روسیې سره له اټومي تړون پر وتلو ټینګار کړی دی. د امریکا ولسمشر داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي چې د ملي امنیت سلاکار یې په مسکو کې دی. هغه له خپل روسي سیال او همدا راز د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره کتلي دي. ټاکل شوې چې هغه به له ولسمشر پوتین سره هم خبرې وکړي. جان بولټن په مسکو کې ویلي، داسې نښې نښانې شته دي چې ښيي روسیې له دغه مهم تړون سرغړونه کړې ده او ځینې توغندي یې ازمویلي دي. نوموړي همدا راز ویلي، چین بیا ددې تړون غړی نه دی نو له همدې امله یې څوک مخنیوی نه کوي چې د توغندیو ازموینه ودروي. مسکو ویلي دوی د تړون د عملي کولو په برخه کې له امریکا سره همکاري کوي، خو که واشنګټن له دې تړون ووځي د ټولې نړۍ لپاره به خطرونه ولري. اروپايي تولنې هم له امریکا غوښتي چې د ۱۹۷۸ میلادي کال تړون دې پر ځای پاتې شي او امریکا دې د وتلو پرېکړه نه کوي.