د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په یوه غونډه کې چې د ستندرد نړیوالې ورځې د نمانځې په موخه جوړه شوې وه، ویلي په افغانستان کې د ستندرد ملي اداره په خپلو چارو کې بریالۍ نه ده او دوی ته په کار دي چې لا ډېرې هڅې وکړي. د سرور دانش په خبره دغه ادارې باید په اوسنیو شرایطو کې ګڼې لاس ته راوړنې درلودای خو له بده مرغه چې دوی د توقع پر خلاف بریالي نه وو. هغه ویلي ددغه ادارې د کمزورۍ او کمو بریاوو یو لامل هم دا دی، چې په دې برخه کې مسلکي کسان نشته دي او د ستندرد ملي اداره کې تر ډېره کارکوونکي کسان غیر مسلکي دي. نوموړي وویل د حکومتي چارواکو مسوولیت دی چې په خپلو ادارو کې ستونزې او خنډونه وپېژني او د له منځه وړلو لپاره یې کار وکړي. دده په وینا د ستندرد په برخه کې لا هم د افغان حکومت د ادارو ترمنځ اړینه همغږي نشته ده او ددې اړتیا ده، چې په دې برخه کې پوره همغږي رامنځ ته شي.



































