د بهرنیو چارو وزارت سفارتخانې او نورې څوکۍ دې د سیاسي مصلحتونو له مخې نه وېشل کېږي. د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي نن د مخه ښې مراسمو ته د وینا پر مهال وویل، چې له بده مرغه په هېواد کې د ټاکنو او یا نورو سیاسي معاملو پر مهال د بهرنیو چارو وزارت پر څوکیو معاملې کېږي. دده په خبره له همدې امله په بهرنیو چارو وزارت پورې اړوند سفارتونو ته زورواکي، سیاسي څېرې او غیر مسلکي کسان لېږل کېږي. دده په وینا دې کار د هېواد د بهرني سیاست دستګا کمزورې کړې ده او په بهرنیو چارو وزارت کې یې له وړ او مسلکي ديپلوماتانو د کار چانس اخیستی دی. هغه پر حکومت غږ وکړ چې د خپلو سیاسي معاملو لپاره دې خپل کسان پر دغو څوکیو نه ګوماري بلکې د بهرنیو چارو وزارت له داخلي ظرفیت دې ګټه پورته کړل شي. د کرزي په خبره د بهرنیو چارو وزارت د هېواد راتلونکې او د بهرني سیاست د توازن ساتلو لپاره تر ټولو مهمه مرجع ده او په وینا یې په دې برخه کې ګڼې لاس ته راوړنې لري. هغه وايي په دې وروستیو کې ددغه وزارت ظرفیت خورا لوړ شوی دی. حکمت خلیل کرزی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال و، چې څه باندې یوه اونۍ وړاندې یې له دې دندې استعفا ورکړه. هغه د خپلې استعفا لاملونه په حکومت کې سیاسي ناندرۍ بللې وې.



































