د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلی، د خاشاقچي د وژلو د دوسیې په اړه به پټه خوله پاتې نه شي او عاملین یې باید په ترکیه کې محاکمه شي. اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند په اونیزه غونډه کې ویلي، سعودي عربستان د قضیې د څېړلو لپاره زموږ له اجازې پرته په خپله خوښه ترکیې ته پنځلس کسیز پلاوی رالېږلی. ده ویلي، د ترکیې لپاره دا مسله دومره ساده نه ده او هر اړخیزه څېړنه یې باید وشي. د ترکیې ولسمشر ویلي، چې د وژل شوي عرب خبریال د قضیې جزیات به ټول نن د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړي او غوښتنه یې داده چې عاملین یې په ترکیه کې محاکمه شي. د خاشاقچي مړی تر اوسه هم لا درکه دی، خو ویل کېږي، چې د کونسلګرۍ کارکوونکو د کوم ترکي وګړي په لاس د پټولو لپاره له کونسلګرۍ بېرون ایستلی دی. د ترکیې ولسمشر ویلي، که خبره همداسې وي ډېر ژر به هغه کس هم ونیول شي، چې د کونسلګرۍ له کار کوونکو سره یې په دې برخه کې لاس یو کړی دی. د ترکیې ولسمشر یو ځل بیا د سعودي له چارواکو غوښتي چې په سعودي کې په دې اړه نیول شوي اتلس کسان د محاکمې لپاره ترکیې ته وسپاري.