د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يو فرمان لاسليک کړی چې پر بنسټ يې د ځينو اوکرايني شرکتونو او اتباعو پر وړاندې ځانګړي اقتصادي اقدامات کېږي.
د فرمان له مخې، دغه اقدامات د روسي اتباعو او کمپنيو پر وړاندې د اوکراين د «غير دوستانه کړنو» په ځواب کې کېږي.
د دغه لاسليک شوي فرمان پر بنسټ چې د کرملېن په وېبپاڼه کې خپور شوى، پوتين حکومت ته سپارښتنه کړې چې د اوکراين د هغو شرکتونو او اشخاصو يو لېست برابر کړي چې ښايي اقتصادي بنديزونه ور باندې ولګول شي.
په فرمان کې حکومت ته امر شوى چې دغه بنديزونه مشخص کړي. په فرمان کې تر هغه مهاله د بنديزونو د غځولو امر شوی چې اوکراين پر روسي اتباعو او کمپنيو لګولي بنديزونه لرې کړې نه وي.
د امريکا د متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې په څېر کيف هم پر روسي سوداګرو، کمپنيو او نورو اشخاصو بنديزونه لګولي دي.
دغه بنديزونه په ٢٠١٤ کال کې د اوکراين د کريميا ټاپو وزمې د الحاق او د اوکراين په ختيځ کې د وسله والو بېلتونپالو د ملاتړ له کبله پر مسکو لګول شوي دي.
پوتين داسې مهال پر اوکراين د بنديزونو لګولو فرمان صادر کړی چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی. د مسکو او واشنګټن اړيکې ترينګلې دي چې يو لامل يې هم له اوکراين سره د روسيې چلند ښودل کېږي.