د ترکيې ولسمشر ويلي، قوي شواهد لري چې په استانبول کې د سعودي عربستان د کونسلګرۍ چارواکو او د سعودي يوه ټيم د سعودي خبريال جمال خاشقجي وژنه څو ورځې وړاندې پلان کړې وه.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، د سعودي چارواکو د خاشقجي د وژلو پلان له سپټمبر مياشتې راهيسې پيل کړی و.
د اردوغان دا خبرې د سعودي د هغه اعلان سره په ټکر کې دي چې څو ورځې وړاندې یې ویلي و چې د سعودي دغه منتقد خبريال په کونسلګرۍ کې د فزيکي شخړې په نتيجه کې سهواً وژل شوی و.
اردوغان تېره ورځ د خپل هېواد د واکمن ګوند غړیو ته په وینا کې وویل چې له دې پېښې سره په تړاو به هېڅ هم پټ پاتې نه شي.
د ترکيې ولسمشر له سعودي عربستانه وغوښتل چې پرېږدي د خاشقجي په قضیه کې نیول شوي اتلس کسان محاکمه شي.
ده زياته کړه چې د سعودي عربستان د پاچا له خوا پر دنده ګومارل شوی کونسل بې کفايته دی. نوموړي وويل چې چارواکو کونسلګرۍ ته د خاشقجي له ننوتلو وروسته کمرې بندې کړې وې.
ترکيه وايي، که ملګري ملتونه او نورې نړيوالې ادارې د خاشقجي د وژنې په قضيه کې د څېړنې غوښتنه وکړي، دوی به ورسره همکاري وکړي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د اردوغان تر وينا څو ساعته مخکې وويل چې ترکيې تر اوسه د خاشقجي د وژل کېدو د قضيې اړوند معلومات له کوم بل هېواد سره نه دي شريک کړي.
اوغلو له انادولو دولتي خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، ترکيه چمتو ده چې په دې تړاو په هر ډول نړيوالو پلټنو کې همکاري وکړي.
بلخوا د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزير عادل الجبیر ویلي چې هېواد يې د خاشقجي د قضيې په اړه بشپړو پلټنو ته ژمن دی چې په دې اړه ټول حقيقتونه راپورته شي.
جبیر ویلي، دغه هېواد ترکيې ته يو پلټونکی ټيم لېږلی چې له ترکانو سره يو ځای کار کوي او په ګډه به د خاشقجي د وژنې په اړه شواهد راټول کړي.
نوموړي ویلي، د دې قضيې په تړاو یې تر اوسه اتلس کسان نيولي او شپږ لوړپوړي دولتي چلارواکي یې هم له دندو ګوښه کړي چې دا مهال پلټنې ورڅخه روانې دي.