د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ويلي چې سفيران او د بهرنيو چارو وزارت نور ډيپلوماټان د سياسي او شخصي معاملو پر بنسټ ګومارل کېږي.
کرزي پرون له بهرنيو چارو وزارته د مخه ښې مراسمو ته د وینا پر مهال وویل چې له بده مرغه په هېواد کې د ټاکنو او یا نورو سیاسي معاملو پر مهال د بهرنیو چارو وزارت پر څوکیو معاملې کېږي.
د ده په خبره له همدې امله په بهرنیو چارو وزارت پورې اړوندو بنسټونو ته زورواکي، سیاسي څېرې او غیر مسلکي کسان لېږل کېږي. د ده په وینا دې کار د هېواد د بهرني سیاست دستګاه کمزورې کړې او په بهرنیو چارو وزارت کې یې له وړ او مسلکي ډيپلوماټانو د کار چانس اخیستی دی.
هغه پر حکومت غږ وکړ چې د خپلو سیاسي معاملو لپاره دې خپل کسان پر دغو څوکیو نه ګوماري بلکې د بهرنیو چارو وزارت له داخلي ظرفیته دې ګټه پورته کړای شي.
د کرزي په خبره، د بهرنیو چارو وزارت د هېواد راتلونکې او د بهرني سیاست د توازن ساتلو لپاره تر ټولو مهمه مرجع ده او په وینا یې، په دې برخه کې ګڼې لاس ته راوړنې لري.
هغه وايي په دې وروستیو کې د دغه وزارت ظرفیت خورا لوړ شوی دی.
حکمت خلیل کرزی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال و چې تېره اونۍ یې له دندې استعفا ورکړه. هغه د خپلې استعفا لاملونه په حکومت کې سیاسي ناندرۍ بللې وې.



































