نړیوال بانک له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
د دغه بانک چارواکو ویلي چې د دې مرستې ستره برخه به د پوهنې، د ښځو د اقتصادي او سوداګریزو مهارتونو د لوړولو او د لوړو زده کړو د کیفیت د لا ښه کولو لپاره ولګول شي.
د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي په دې اړه جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې د نړیوال بانک له دې مرستې مننه کړې ده. نوموړي ویلي، هڅه به وکړي چې له دې مرستو په اړینو برخو کې ګټه پورته شي. نوموړي ویلي چې د هېواد د پوهنې سکټور لا هم ډېرو مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې تیار دی چې نړیوالو او ملي بنسټونو ته د مرستو او مالي لګښتونو په اړه شفاف راپورونه وړاندې کړي.
بلخي ویلي، شفافیت ته ژمن دي او په دغه وزارت کې یې پراخ اصلاحات رامنځته کړي دي.



































