د اکسفام نړیوالې خیریه موسسې خبرداری ورکړی، چې د کرونا وبا له کبله اقتصادي بحران کېدای شي د نړۍ نږدې نیم میلیارد خلک بېوزله کړي. دغې خیریه موسسې د استرالیا ملي پوهنتون او لندن کېنګز کالج د معلوماتو له مخې ویلي، چې د کرونا نړیوالې وبا له کبله به د بېوزلۍ پر ضد مبارزه تر یوې لسیزې پورې شاته وتمبول شي او حتی ځینې سیمو کې به ان تر ۳۰ کلونو پورې د بېوزلۍ ضد مبارزه زیانمنه کړي. اکسفام موسسې دا هم ویلي، چې د بېوزلۍ کچې لوړېدا به تر روغتیايي کړکېچ هم بدتر شي. د موسسې په خبره چې کرونا وبا د ۲۰۳۰ کال لپاره د ملګرو ملتونو د ودې په موخه د ټاکل شوي هدف پر وړاندې هم سخته ستونزه را پیدا کړې ده.