د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا هېوادونه د ناوړه اقتصادي وضعیت پر لور روان دي. د نړیوال بانک تازه راپور ښيي چې هند، افغانستان، بنګلدیش، پاکستان او په جنوبي اسیا کې نور پراته لوی او واړه هېوادونه د کرونا ویروس له امله د ناوړه اقتصادي وضعیت پر لور روان دي. د نړیوال بانک تازه راپور ښيي یادو هېوادونو په دې وروستیو کې بې مخینې اقتصادي پرمختګونه کړي وو، خو د کرونا ویروس له امله رامنځ ته شوی بحران به ددغه هېوادونو اقتصادي وضعیت خراب کړي. په راپور کې راځي چې دغه اقتصادي ځوړتیا ښایي په تېرو څلوېښتو کالونو کې بې مخینې وي. سرچینه کاږي، چې لا هم د جنوبي اسیا د هېوادونو په لویو ښارونو کې د کرونا ویروس ډېرې کمې مثبتې پېښې ثبت شوې دي خو دا هر څه د خطر زنګ دی، چې سوداګري، اړتیاوې، پانګونه او هر څه ځپلی شي.