د فوربس عربي خپرونې په تازه ګڼه کې خبر ورکړی چې ټوله نړۍ کې د کرونا وبا له سرعت سره د فحشا بیزنس چې د سلګونه میلیونه ډالرو بیزنس دی یو مخ له سقوط سره مخ شوی، فوربس وایي ټوله نړۍ کې اکثریت نایټ کلیپونه، د نړۍ ګڼو هیوادونو کې قانوتي فاحشه خانې او د فحشا بیلابیل غټ او واړه مرکزونه یو مخ تړل شوي او تیره میاشت جاپان کې د پورن فلمونو جوړولو تر ټولو هغه سترې کمپنۍ هم خپل فعالیت بند کړی دی،چې له دې لارې یې لسګونه میلیونه ډالر ګټل،فوربس وایي هیڅ تمه نشته چې نړۍ کې د کرونا وبا د بشپړ مخنیوي سره سره به دا بیزنس بیرته بیا پر پښو ودریږي.ځکه چې ټولنو کې ټولنیز واټن ته تر بل هر وخت اوس ډیر پام کیږي.