سعودي پاکستان ته د خارجي اسعارو د ملاتړ لپاره درې میلیارده ډالره پور ورکوي. د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ ویلي، چې سعودي عربستان ورته د یو کال لپاره درې میلیارده ډالره پور ورکوي چې پاکستان له اقتصادي بحران وژغوري. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي دغه هېواد تر بل هر وخت له سخت اقتصادي بحران سره مخ شوی دی. نوموړي هڅې پيل کړې دي چې د پيسو له نړیوال صندوق پور واخلي، خو دغه صندوق د رد ځواب ورکړی، ځکه پاکستان د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کې شامل کړل شوی دی. عمران خان هڅه کوي له سعودي عربستان میلیاردونه ډالر پور واخلي، خو دغه هېواد د ډېر پور د رد ځواب ورکړی او یوازې د دری میلیارده ډالر پور خبره یې کړې ده چې د پاکستان اړتیا نه شي پوره کولی.