کرونا د ټولو په زیان هم نه ده، د امازون مالک پکې ۲۴ میلیارده ډالر ګټلي دي. د کرونا وېروس خپرېدو پسې د پرلیکه یا انټرنیټي سودا بې کچې ډېرېدو سره د امازون شرکت د مشر او بنسټګر جېف بیزوس شتمني ۲۴ میلیارد ډالره ډېره شوې ده. د بلومبرګ د میلیاردونو ګراف له مخې، جېف بیزوس اوس ۱۳۸ میلیارد ډالر پانګه لري او نړۍ کې د تر ټولو شتمن کس ځای یې خپل کړی دی. په دا مهال امازون شرکت د خلکو غوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره په زرګونو نوي کارګر ګومارلي دي.