د اردن لومړی وزیر وایي، دولت د قرنطین هغه سخت محدویتونه چې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه یې پر ټول کارو بار وضع کړي وو، اسانه کوي او ډېر ژر به تولیدي فابریکو او شرکتونو ته د کار د بیا پیل اجازه ورکړي. د رویټرز خبري آژنس د خبر له مخې د اردن لومړی وزیر الرزاز دغه راز ټینګار کړی چې په مرکز کې به پر تګ راتګ همداسې بندیز لګېدلی وي. ددې هېواد لومړی وزیر وایي، له پلازمېنې پرته په لرې پرتو ښارونو کې به پر تګ راتګ محدودیتونه یو څه کم کړي. نوموړی وایي، که پر کرونا د اخته کېدو مثبتې پښې زیاتې شي ډېر ژر به بېرته جدي محدویتونه وضع کړي. کرونا ویروس په اردن کې تر ټولو ډېر د ګرځندوی صنعت چې په کلني ډول یې پنځه میلیارده ډالر عواید درلودل ځپلی دی او په دې برخه کې فعال شرکتونه له سقوط سره مخ دي.