سعودي عربستان هم تر امریکا وروسته د وسله والو طالبانو څو ملاتړي د ترهګرو او بندیزونو په لېست کې شامل کړي دي. د راپورونو له مخې د سعودي عربستان استخباراتي ادارې او نظامي ارګانونو پرېکړه کړې چې د ایرانیانو په ګډون د وسله والو طالبانو ۹ کسه ملاتړي د ترهګرو او بندیزونو په لېست کې شامل کړي. د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی دی چې دوی د یادو کسانو تر څنګ د ایران سپاه پاسداران او ددغه پوځ مشر قاسم سلیماني هم د نړیوالو ترهګرو او بندیزونو په لېست کې شامل کړي دي. له دې سره هممهاله دغه کسان د بحرین د شاهي حکومت له لوري هم ترهګر پېژندل شوي دي او د خپلو بندیزونو په لېست کې یې ځای پر ځای کړي دي. په هغو نهو کسانو چې د طالبانو د ملاتړ په تور د بندیزونو په لېست کې ځای پر ځای شوي، محمد ابراهيم اوحدي، اسماعيل رضوي، عبدالله صمد فاروقي، محمد داود مزمل، عبدالرحيم منان، محمد نعيم بارش، عبدالعزيز شاه زماني، صدر ابراهيم او حافظ عبدالمجيد شامل دي.



































