یو لوړ پوړی مالیزیایي چارواکی وایي، د”مالزیا ایرلاینز” او “ایر آسیا” هوایي شرکتونو تر ادغام وروسته اوس په دې فکر کوي، چې څنګه کولای شي د مالیزیا هوایي شرکتونو ته د ډېر زیان اوښتو مخه ونیسي. د مالیزیا د سوداګرۍ وزیر چې د کابینې دویم لوی وزیر دی، وایي ډېر ژر به په دې برخه کې لاس په کار شي. نوموړي ویلي، په ایر آسیا هوایي شرکت کې چې په مالیزیا او ځینو محدودو هېوادونو کې فعال کوچنی شرکت دی، د “مالزیا ایرلاینز” مدغمېدو خبره مخکې له دې چې کرونا ویروس رامنځ ته شي تېر کال هم مطرح شوې وه، خو دوی به په دې برخه کې کې خپلو څېړنو ته ادامه ورکړي. ده ویلي، د مالیزیا دولت به خپله ټوله هڅه وکړي، څو د هوایي شرکتونو د ډېر تاواني کېدو مخه ونیسي.