جمعه, مارچ 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

نړۍ؛ زده کوونکي کوم کتابونه لولي

ژباړه: شفیق امیرزی

اپریل 24, 2020
in لیکنې
0 0

په نړۍ کې زده کوونکي او تنکي ځوانان د ښوونځي پر مهال کوم کتابونه لولي؟ هغه کوم کتابونه دي چې ددوی له زده کړو او سیستم نه بېلېدونکي دي؟ په امریکا کې (To Kill a Mockingbird) تر ټولو ډېر لوستل کېږي. دا کتاب د تنکیو ځوانانو لپاره لیکل شوی دی او موضوع یې هم بې عدالتي، تعصب او جنايي پېښې دي. په دې کتاب کې دا درې واړه موضوعات راټول شوي دي او زده کوونکي ته فکري وسعت ورکوي. ښايي په ټوله نړۍ کې دغه ډول اثار وي چې له تعلیمي سیستم نه بېلېدونکي دي او باید زده کوونکي یې ولولي. دا اثار په بېلو هېوادونو کوم دي؟

افغانستان

افغانستان کې قرآن عظیم الشان د ماشومتوب او ښوونځي په دوره کې تر ټولو ډېر لوستل کېدونکی کتاب دی. دلته ماشومان اړ دي او کورنۍ یې هم هڅوي چې دغه کتاب زده کړي او ولولي. په ښوونځي کې هم دغه سپېڅلی کتاب لوستل کېږي او ماشومان یې باید تر تنکۍ ځوانۍ پورې زده کړي.

البانیا

په دې هېواد کې (Kronikë në gur) ناول تر ټولو ډېر لوستل کېږي. دا ناول په ۱۹۷۱ز کال کې اسماعیل قادري لیکلی دی. په انګلیسي کې یې نوم (Chronicle in Stone) دی. کتاب د یوه ماشوم له لیدلوري پر البانیا د استعماري لښکرو بریدونه او ظلمونه ښيي. په دې کتاب کې په دویمه نړیواله جګړه کې د المان د نازیانو، د ایټالیوي فاشیستانو او یوناني عسکرو کیسې راغلې دي. لیکوال یې په البانیا کې خورا مشهور سړی دی. څو ځله د نوبل جایزې ته نوماند شوی دی. لیکوال په دې کتاب کې دا واضح کوي چې په جګړه کې د شته خلکو له زاویې پېښې څنګه وې؟ کوم دردونه یې زغمل. د کتاب موخه دا ده چې د زده کوونکو د لید زاویه پراخه کړي او د خپل هېواد د تاریخ په اړه یې وپوهوي.

استرالیا

په دې هېواد کې د جان مارسډین اثر (Tomorrow, When the War Began) لوستل کېږي. ددې ناول موضوع داسې ده چې یو ځوانکی هلک او یوه نجلۍ له یوې نظامي اډې راګرځي. دوی د استرالیا د دښمنانو په لټه کې وي او په دې توګه لوستونکي ته ښيي چې ددوی دښمنان څوک دي. همدا راز په دغه کتاب کې شاګردان په دې پوهېږي چې هېواد یې له کومو خطرونو سره مخ دی، وېرې څه دي؟ او د څه پر وړاندې باید تیاري ولري. همدا راز د هېواد طبیعي خطرونه او ګواښونه هم په دې کتاب کې راغلي دي.

اتریش

دلته بیا زده کوونکي د ولفګانګ ګویته مشهور اثر (Faust) لولي. دغه کتاب به ۱۷۸۷ز کال کې لیکل شوی دی. یوه ننداره ده. په هغه کې یو کرکټر له ژوند ناراضه دی. شیطان ورته وايي چې دی به ژوند ورته ښکلی کړي، خو په مقابل کې به یې دده غوښتنې مني. کرکټر د شیطان په منځګړیتوب په یوه نجلۍ مینېږي او په دې توګه دغه ننداره غځېږي. د کتاب د لوستلو موخه دا ده چې لوستونکی د بدۍ پر وړاندې د ښېګڼې، د شر پر وړاندې د خیر، د مادیاتو پر وړاندې د معنویاتو، د لعنت پر وړاندې د نجابت په ارزښت پوهوي. کتاب د پخوانیو ادبیاتو په سبک لیکل شوی دی، د اوس لپاره یې لوستل یو څه سخت دي خو لا یې هم د اتریش زده کوونکي او تنکي ځوانان د تعلیمي سیستم نه بېلېدونکې برخه بولي.

سیربیا

په دې هېواد کې د (Na drini ćuprija) کتاب لوستل کېږي. د کتاب انګلیسي نوم (The Bridge on the Drina) دی. په دې کتاب کې د ۳۰۰ کاله یوه مخکیني ښار کيسه راغلې ده. کتاب د عثماني خلافت پر مهال د جوړ شوي محمد پاشا پله کیسه کوي. دغه پل د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال نړېږي. خو په ناول کې دیوه شاهد دنده ترسره کوي. دا چې پر بشري ژوند څه راغلي دي. لیکوال یې (Ivo Andrić) دی. کتاب یې په ۱۹۴۵ز کال کې لیکلی دی. دی تر اوسه پورې لومړنی سیربیایی دی چې د نوبل جایزه ګټي.

برازیل

په دې هېواد کې (Morte e vida Severina) کتاب لوستل کېږي. کتاب برازیلي لیکوال (João Cabral de Melo Neto) په ۱۹۵۵ز کال کې لیکلی دی. ددې نندارې محتوا د یوه برازیلي وګړي په اړه ده چې ددغه هېواد له شمالي برخو د ښه ژوند په لټه نورو سیمو ته ځي. دی هڅه کوي له وچکالۍ او قحطۍ ځان وژغوري.  په کتاب کې د برازیل وضعیت ښودلی شوی دی. دا چې هر څه هر وخت بدلېدلی شي. همدا راز په  ټولنه کې پر مساواتو، برابرۍ، درناوي او بشریت ته پر احترام خبرې کېږي.

بلغاریا

په دې هېواد کې (Under the Yoke) کتاب لوستل کېږي. لیکوال یې (by Ivan Vazov) او په ۱۸۹۴ز کال کې چاپ شوی دی. په کتاب کې د عثماني خلافت تر چتر لاندې د یوه کلي حالت انځور شوی دی. هلته د واړه کلي خلک د خلافت پر ضد پاڅون کوي، پاڅون ناکامېږي خو په ټول هېواد کې د ستر تحول سبب ګرځي. کتاب ځکه مشهور دی چې یو خو لیکوال د بلغاریا د ادبیاتو د پلار دی، بل لیکوال هڅه کړې چې د بلغاریا وګړو ته د ملي هویت د ساتلو او هېواد سره د مینې درسونه ورکړي. لیکوال په خپله هم په خپل وخت کې ددې کار لپاره ډېره مبارزه کړې ده.

کاناډا

په دې هېواد کې تر ډېره د (The Wars) کتاب مشهور دی. کتاب په ۱۹۷۷ز کال کې (Timothy Findley) لیکلی دی. په کتاب کې د یوه ۱۹ کلن کاناډايي ځوان کیسه راغلې ده. ځوان کوښښ کوي په لومړۍ نړیواله جګړه کې د خپلې وژل شوې خور بدل واخلي. هغه فرانسې ته د جګړې لپاره ځي. په کتاب کې پر بشري ژوند، وحشتونو، وژلو او له ظلم د کرکې پیدا کولو موضوعات راغلي دي.

چیلي

په دې هېواد کې د ښوونځي زده کوونکي د (Sub Terra) کتاب لولي. کتاب په ۱۹۰۴ز کال کې (Baldomero Lillo) لیکلی دی. د کتاب موضوع د کان کېدونکو کیسه ده. دا چې دوی له څومره ستونزو سره مخ دي او په چیلي کې د خلکو ژوند څومره سخت و. ددې کتاب موخه دا ده چې زده کوونکي خپل ژوند او پخوانی ژوند سره پرتله کړي. دا چې نیکونو یې څنګه وضعیت درلود او دوی اوس څومره پرمختګ کړی دی.

چین

په دې هېواد کې د کنفوسیوس (Analects) کتاب مشهور دی. زده کوونکي هغه لولي او له نصیحتونو یې استفاده کوي. دا د چین د فرهنګ بنسټ ګڼل کېږي. ویل کېږي چې کنفوسیوس د  ۴۷۵ او ۲۲۱ مخکې زږدیزو کلونو ترمنځ ژوند کاوه. هغه د بشري ژوند د ارامتیا او ښېګڼې لپاره نصیحتونه کړي دي. په چین کې یې زده کوونکي ځکه لولي چې مور پلار، کورنۍ او ټولنې ته درناوی ترې زده کوي. دوی له دې زده کوي چې نورو ته څنګه درناوی وکړي. پرته له دې چې ددوی موقف او مادیات په پام کې ونیسي.

کولمبیا

کولمبیا کې بیا تر ډېره د ګابرېل ګارسیا مارکز سل کاله یوازیتوب اثر لوستل کېږي. ګابرېل د ادبیاتو د نوبل جایزه ګټلې ده. په کتاب کې ټول هغه مسایل بیان شوي چې به کولمبیا کې د یوې لس کلنې خونړۍ جګړې پر مهال راغلي دي. لیکوال هڅه کوي چې له جګړې د خلکو کرکه وپاروي او سختۍ یې ورته بیان کړي. همدا راز کولمبیایي وګړو ته دا ښيي چې هېڅ وخت باید تسلیم نه شي.

مصر

په دې هېواد کې د طه حسین یو اثر (The Days) لوستل کېږي. کتاب په ۱۹۳۵ز کال کې چاپ شوی دی. دا کتاب د لیکوال خپله اوټوبایوګرافي ده. ده د ۱۸۸۹ او ۱۹۷۳ز کلونو ترمنځ ژوند کړی دی. دی په درې کلنۍ کې ړوند شو خو دومره هڅاند شخصیت و، چې ځان یې ان د مصر د پوهنې وزارت ته ورساوه. په کتاب کې لوستونکي د پوهې په ارزښت، د ناسمو دودونو پروړاندې پر مبارزې او هڅه پوهېږي. دوی په دې پوهول کېږي چې څنګه د ناسمو دودونو پر وړاندې مبارزه وکړي او خپل هېواد د پرمختګ او نوښتونو لور ته بوځي.

جرمني

په دې هېواد کې د (Tagebuch der Anne Frank) کتاب لوستل کېږی. کتاب په ۱۹۴۷ز کال کې لیکل شوی دی. د انا فرانک په نامه د یوې یهودي نجلۍ کیسه ده. دوی هڅه کوی له نازیانو ځان پټ وساتي او خپله کورنۍ وژغوري. کتاب پر همدې موضوع راڅرخي، چې انسانان څومره ظالمان کېدلی شي او خلک باید د ځان ژغورلو لپاره څومره سختۍ وګالي.

اندونیزیا

په دې هېواد کې د (Laskar Pelangi) کتاب لوستل کېږي. کتاب په ۲۰۰۵ز کال کې چاپ شوی او لیکوال یې (Andrea Hirata) دی. کتاب د یوه لرې پراته کلي د زده کوونکي په اړه دی. هغه د خپلو استادانو پر مټ زده کوي چې څنګه له خلکو سره مینه وکړي، دوستي وکړي، قربانۍ ته تیار شي، د وطن خدمت وکړي او د خپلو خلکو لپاره زیار وګالي. لوستونکي ته هم دا ور ښيي چې باید خپل هېواد لپاره څومره قربانیو ته تیار وي.

هند

په دې هېواد کې تر ډېره د ګاندي (Autobiography: The Story of My Experiments With Truth) اثر لوستل کېږي. هغه په دې کتاب کې پر انسانی ارزښتونو خبرې کړې دي. دده خپل ژوندلیک دی. لوستونکی هم هڅول کېږي چې خپلو ټولو موخو ته د عدم تشدد پر مټ ورسېږي، بشریت ته درناوی وکړي او رښتینی انساني ژوند غوره کړي.

ایران

په دې هېواد کې بیا تر ډېره د سعدي، فردوسي، حافظ، مولانا او خیام شعرونه لوستل کېږي. ایراني لیکوالان وایي دوی ځکه دغه شعرونه ډېر لولي چې په هغه کې لوړ انساني پیغامونه موجود دي.

ایټالیا

په دې هېواد کې د (I Promessi Sposi) کتاب زده کوونکي لولي. په کتاب کې په اوولسمه پېړۍ کې د خلکو ژوند انځور شوی دی. هغه مهال ایټالیا یو مستقل هېواد نه دی او د هسپانوي ځواکونو تر استعمار لاندې دی. په کتاب کې دا په ډاګه کېږي چې په یوه کلي کې خلک له څومره سختیو سره مخ دي او وبا څومره ځپلي دي. کتا به ۱۸۲۷ز کال کې (Alessandro Manzoni) لیکلی دی.

روسیه

په روسیه کې بیا تر ډېره د تولستوی جګړه او سوله اثر مشهور دی. دغه اثر په ۱۸۶۹ز کال کې لیکل شوی دی. لیکوال په دې اثر کې د مینې، وطندوستۍ او حماسو یو شهکار تصویر وړاندې کړی دی. لوستونکي هم له دې کتاب له وطن سره د مینې او همدا راز د ناپیلیون تر مهاله پورې په داستاني توګه د روسیې وضعیت لیدلی شي.

امریکا

دلته د ښوونځي زده کوونکي او تنکیو ځوانانو ته د (To Kill A Mockingbird) کتاب سپارښتنه کېږي. دغه کلاسیک اثر هارپر لي په ۱۹۶۰ز کال کې لیکلی دی. په کتاب کې په جنوبي امریکا کې د شته وضعیت کیسه راغلې ده. دا چې هلته نژادپالنې، بې عدالتۍ او تعصب څومره خلک ځپلي دي او لا هم امریکا له دغه پدېدې ځورېږي. هدا راز اوس هم خلکو ته دا ورزده کوي چې له تعصب لاس واخلي او د یوې پیاوړې امریکا لپاره سره یو لاس شي.

پاکستان

دلته بیا اوس تر ډېره خلک د محسین حمید (The Reluctant Fundamentalist) کتاب لولي. کتاب په ۲۰۰۷ز کال کې چاپ شوی دی. په کتاب کې د هغه پاکستاني سړي ژوند انځور شوی چې د سپتمبر تر پېښې مخکې یې په امریکا کې ژوند کاوه. په کتاب کې هغه مسایل راغلي چې اوسنی پاکستان ورسره مخ دی او زده کوونکي باید ورته متوجه وي.

سرچینه:  www.ideas.ted.com

 

Share41Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

مارچ 13, 2026

چين د توليدي ظرفيت د مازاد په پلمه د امريکا له سیاسي لاسوهنو سره کلک مخالفت څرګند کړ

مارچ 13, 2026

چين او امریکا به په فرانسه کې پر سوداګريزو مسئلو خبرې وکړي

مارچ 13, 2026

د چين او مصر خارجه وزيرانو تلیفوني خبرې وکړې

مارچ 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In