د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. د کرزي پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چې په ډېرې خواشینۍ سره یو ځل بیا د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالی کې د نظامي عملیاتو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د سرچینې په وینا کرزی د افغانانو پر کلیو او کورونو د نظامي عملیاتو دوام او ملکي تلفات په هر عنوان چې وي په کلکو ټکو غندي. سرچینه کاږي، کرزی د دې ترڅنګ چې له دغه راز غیر مسوولانه عملیاتو سره خپل شدید مخالفت څرګندوي د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې هم کوي. د یادونې ده چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي وګړي وژلي او دوې ښځې یې ټپیانې کړې دي.



































