په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي په دې ولایت کې د شنبې ورځې د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کولو لپاره پوره چمتووالي لري. د کمیسیون په وینا، له کابله یوه تخنیکي ډله کندهار ته ورغلې چې په دغه ولایت کې د کمیسیون کار کوونکي وروزي څو په نورو ولایتونو کې د ټاکنو ناکامې تجربې هلته تکرار نه شي. د کندهار د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د دغه ولایت ولسوالیو ته یې ټول ټاکنیز توکي او بایومټریک ماشینونه لیږلي او راتلونکې شنبه به یې د رایو ورکولو ټولو مرکزونو ته د وېشلو لړۍ پیل کړي. د کندهار ټاکنو کمیسیون مشر نعمت الله وردګ ویلي دا چې په معروف او نیش ولسوالیو کې خلکو په ټاکنو کې د ګډون په موخه نوملیکنه نه وه کړې نو ځکه په دغو ولسوالیو کې د ولسې جرګې را روانې ټاکنې نه تر سره کېږي. وردګ زیاته کړې د لوړو امنیتي ګواښونو ترڅنګ بیا هم په کندهار کې ټاکنې ترسره کېږي خو یوازې به د سپین بولدک ولسوالۍ د رایو اچونې په یو شمېر مرکزونو کې د ناامنۍ له امله ټاکنې و نه شي.



































