د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، هغه تخنیکي ستونزې چې د ټاکنو په ورځ په کابل او نورو ولایتونو کې رامنځته شوې د کندهار په ټاکنو کې چې د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ به ترسره شي تکرار نه شي. د یاد کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي وویل، چې د کندهار د ټاکنو لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي او هیله لري چې د کندهار خلک به په کې پراخ ګډون وکړي. هغه زیاته کړه، د میزان په ۲۸ او ۲۹مه چې کومې ترخې تجربې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې وشوې په کندهار کې به تکرار نه شي. دا په داسې حال کې ده چې د میزان (تلې) میاشتې په ۲۸ مه نېټه له کندهار او غزني پرته په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې وشوې. پرون بیا ولسمشر د کابیني په غونډه کې وویل، چې د کندهار ټاکنې به د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ تر سره شي او دغه راز یې لارښوونه وکړه چې د غزني د ټاکنو موضوع هم حل کړي څو ټول هېوادوال په دې پروسه کې له ګډونه برخمن شي.



































