د سعودي خبریال جمال خاشقجی مشر زوی له خپلې کورنۍ سره یو ځای له سعودي عربستان نه واشنگټن ته تللی دی. د جمال خاشقجي کورنۍ ته یوې نژدې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د وژل شوي خبریال زوی او کورنۍ یې د اکتوبر په ٢٥ له سعودي عربستان نه واشنگټن ته تللی دي. صالح خاشقجي چې د امریکا او سعودي دواړو ملکونو تابعیت لري، په سعودي عربستان کې د سفر د بندیز له کبله بند و خو هغه د اکتوبر په ٢٥ له دغه هېواده ووت. صالح خاشقجي یوه ورځ مخکې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي کړی و. ولیعهد سلمان هغه او د هغه کورنۍ ته د جمال خاشقجي د مړینې تسلیت ویلی او غم شریکي یې ورسره کړې ده. د ترکیې حکومت تور لگوي چې یاد قتل د سعودي ولیعهد سلمان په امر په ترکیې کې په سعودي کونسلګري کې شوی دی. ولیعهد محمد بن سلمان بیا وایي چې له قاتلینو سره به قانوني چلند وشي.