انسان طبیعي موجود دی او د وجود ساعت یې په طبیعي شپې او ورځې پورې تړلی، هغه څه چې مصنوعي او ټکنالوژیکي پرمختګ ګډوډ کړي دي .د کلوراډو پوهنتون د خوب او کرونوبیولوژي څانګې مشر کینټ رایټ وايي: «زموږ معاصر چاپېریال زموږ دننه طبیعي ساعت ګډوډ کړی، خو چې موږ کله ویده شو، دا لا هم زموږ د وجود په داخلي ساعت پورې تړلې مسئله ده چې په ګډوډېدو یې خوب خراب شوی». نوموړی سپارښتنه کوي چې د اونۍ په رخصتیو کې د ټکنالوژۍ له نړۍ لرې طبیعي ژوند ستاسو د وجود ګډوډ شوی ساعت بېرته سمولی او خوب مو منظمولی شي. رایټ وايي، دا تجربه یې په اوړي کې هم څو ځلې تکرار کړې او ورته لاسته راوړنې یې لرلې دي. د کلوراډو پوهنتون دغه څېړونکی وايي، موږ هر چا ته نه وایو چې د ښه خوب په خاطر دې اوس غره په غره وګرځي، بلکې ښه دا ده چې په خپل ورځني ژوند کې طبیعي برخه ور زیاته کړو.