د امریکا د ملي امنیت سلاکارجان بولټن وايی که روسیه د واشنګټن غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي، نور بندیزونه به پرې ولګول شي. د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن روسيي ته ویلي، چې له کریمیا ټاپوزمې او د اوکراین له ختیځ ووځي. جان بولټن له مسکو د خپلې وروستۍ کتنې په اړه له رویترز خبري اژانس سره هغه موضوعات شریک کړي چې نوموړی له روسيی چارواکو سره پرې غږیدلی دی. د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي، له روسي چارواکو يې وغوښتل چې لویدیځ ته پر خپلو تبعید شویو وګړو د کیمیاوي بریدونو مخه ونیسي. جان بولټن د روانې اونۍ په سر کې په مسکو کې د روسيي له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل او هغه يې ته له امریکا د کتنې بلنه هم ورکړه.