د ترکيې لوی څارنوال له سعودي عربستان څخه د هغو ۱۸ مشکوکو کسانو د استرداد غوښتنه کړې ده چې د خبریال جمال خاشقجي د وژلو په قضیه کې تورن دي.
د ترکيې انادولو خبري اژانس ویلي، د لوی څارنوال دفتر د جمعې پر ورځ په دې اړه د ترکيي عدليې وزارت ته خپله غوښتنه وړاندې کړه.
انادولو خبري اژانس ویلي چې د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر به په رسمي ډول له سعودي څخه د دغو مشکوکو کسانو د سپارلو غوښتنه وکړي.
ترکیه ادعا کوي چې د سعودي چارواکو یوه پنځلس کسیزه ډله د جمال خاشقحي د وژلو لپاره ترکيې ته استول شوې وه.
جمال خاشقجي چې د سعودي د حکومت او واکمنې کورنۍ منتقد و، د اکټوبر پر دويمه په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته له ننوتو وروسته ورک شو.
د هغه د برخليک په تړاو تر څو ورځو معلومات نه وو، خو سعودي تر سختو فشارونو وروسته ومنله چې خاشقجي په کونسلګرۍ کې د ننه د شخړې پر مهال وژل شوی دی.
خاشقجي د سعودي واکمنې کورنۍ ته نږدې کس و، خو کله چې ملک سلمان خپل زوی محمد وليعهد وټاکه، نو خاشقجي پرې نيوکه وکړه او په دې توګه يې د سعودي له شاهي کورنۍ سره اړيکې ترينګلې شوې. د اړيکو دا ترينګلتيا تر دې کچې پورې ورسېده چې بالاخره د خاشقجي پر مرګ پای ته ورسېده.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ پر سعودي عربستان غږ وکړ چې د خاشقجي د جسد په اړه دې معلومات ورکړي.