په پاکستان کې د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرې ترهګرې ډلې مرکزونه لري.
د اکسفورډ پوهنتون په مرسته د برېتانیا یوه څېړنه ښيي چې د نړۍ د ترهګرو تر ټولو ډېر مرکزونه په پاکستان کې دي.
دا څېړنه همدا راز ښيي چې پاکستان تر سوریې درې برابره ډېر د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دی او هلته بشري وضعیت خورا ترینګلی دی.
په راپور کې راځي چې د نړۍ تر ټولو ډېرې سترې او خطرناکې ترهګرې ډلې په پاکستان کې مرکزونه لري او د ډېری ترهګرو ډلو لومړني زړي هم په دغه هېواد کې کرل شوي دي.
راپور وايي: طالبان، القاعده شبکه، لشکر طیبه، لشکر جنګوي او نور ترهګر هغه ډلې دي چې په پاکستان کې یې سر را اوچت کړی دی او لا هم په دغه هېواد کې مرکزونه لري.
په راپور کې همدا راز راځي چې پاکستان د ترهګرو له تر ټولو ډېر ګواښ سره مخ دی او ښايي په دغه هېواد کې بشري ناورین د ترهګرو د ملاتړ له امله رامنځته شي.
سرچینه کاږي، په پاکستان کې د اسامه بن لادن پيدا کېدل تر ټولو ښه ثبوت دی چې ښيي پاکستان کې د ترهګرو ملاتړ روان دی او باید پر وړاندې یې اقدامات وشي.