د امریکا د دفاع وزیر عربي مشرانو ته ویلي چې روسیه په منځني ختیځ کې د امریکا ځای نه شي نیولی.
جېمز مټېس پرون د بحرین په پلازمېنه مانامه کې يوې غونډې ته ويلي: «په سیمه کې د روسیې حضور، د منځني ختیځ لپاره د امریکا د اوږدې مودې، تلپاتې او شفاف تعهد ځای نه شي نیولی».
د امریکا دفاع وزیر د مانامې کلنۍ امنیتي غونډې ته په وینا کې ویلي: «د مسکو فرصت طلبي او دا چې د خپلو خلکو په ضد د اسد په جرمونو سترګې پټوي، د دې ثبوت دی چې دا هېواد په منځني ختیځ کې ضروري اخلاقي اصولو ته صادقانه تهعد نه لري».
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې، د سوریې له رژیم سره د ایران ملاتړ د روسیې له هغو هڅو سره یو ځای چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونه یې په وار وار ویټو کړي، د دې سبب شوي چې په واک کې د بشار الاسد پاتې کېدل دوام وکړي.
مټېس په خپلو څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د وژل کېدو د پېښې په څېر پېښې د منځي ختیځ ثبات ګواښلی شي او زیاته کړې يې ده چې امریکا به د هغوی پر ضد چې ددې پېښې مسوول دي، اضافي اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په استانبول کې د فرانسې، جرمني او ترکیې له مشرانو سره په یوه سرمشریزه کې برخه اخيستې ده.
د دې سرمشريزې موخه دا ده چې د سوریې اووه کلنې کورنۍ جګړې ته یو سیاسي هواری وموندل شي.
روسیه په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي او ترکیه بیا د هغو مخالفينو ملګرې ده چې له واکه د بشارالاسد لرې کول غواړي.