که په اوسني موسم کې د تازه مېوو خبره وکړو، نو يوه يې هم هندواڼه ده، چې نه يوازې د ګرمۍ په موسم کې د بدن د اوبه پوره کوي، بلکې د زړه د ناروغيو لپاره هم ډېره ګټوره مېوه ده. هندواڼه چې نه يوازې ډېره خوندوره مېوه ده، بلکې اوبه او په زیاته کچه فايبر لري چې د هاضمې سيستم هم ښه کوي. په هندواڼه کې ويټامين سي، اې، ميګنېزیم، پوتاشيم، ويټامين بي یو او بي پنځه شامل دي، چې د بدن او روغتيا لپاره ډېر ګټور دي. روغتياپالان همدا راز وايي، چې هندواڼه د زړه د روغتيا لپاره هم ډېره ګټوره مېوه ده. دا هغه مېوه ده چې د کلېسټرولو او د وينې فشار کچه کموي. هغه کسان چې په بډوډو کې شګې لري، که هره ورځ په کافي اندازه هندواڼه وخوري، د بډوډو شګې یې له منځه ځي. پر دې سربېره، هندواڼه ډېرې نورې ګټې هم لري، چې په یوه کوچني مطلب کې یې بیانول ناشوني دي.