کینه ذهن ګډوډوي، هېڅ وخت او په هېڅ ډول شرایطو کې کینه مه کوئ. کینه یوازې ستاسو جسمي او رواني روغتیا ته زیان رسوي. کینه داسې ناروغي ده چې زیان یې یوازې تاسو ته رسېږي او هغه څوک چې تاسو ورسره کینه پالی، کېدای شي خبر هم نه وي. پر دې باید پوه وی چې د هر چا ژوند د هغوی له برخلیک سره سم پر مخ ځي. که کله هم داسې شوي وي چې تاسو پیسې پیدا کړی، نو هېڅوک مو مخه نه شي نیولی او برعکس که مو څه لاسته هم نه وي راوړي، بل څوک درسره مرسته هم نه شي کولای. له ځان سره چې هر څه کوی، پخپله یې کوی، بل څوک باید ملامت نه کړئ او که یې ملامت هم کړی، پرته له دې چېکینه پخپله تاسو وخوري، بل څه لاسته نه شی راوړلی. ډاډه اوسئ چې کینه مو هېڅ ځای ته هم نه شي رسولی، بې له دې چې ذهني توازن مو له لاسه ورکړئ.