یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په کورنۍ کې ښه چلند مو ژوند ښایسته کوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

جون 1, 2020
in لیکنې
0 0

ډېری کسان کله چې په ټولنه او یا هم کاري محیط کې وي، له خلکو او خپلو همکارانو سره ډېر په زړه پورې، صمیمي او له مینې ډک چلند کوي چې له نېکه مرغه دا یو ښه عادت دی او په دې سره یې ورځ تر بلې د ملګرو شمېر هم زیاتېږي، خو له بده مرغه کله چې دغه کسان کورته ننوځي، دا هر څه له دروازې بېرون پرېږدي، داسې رفتار او خبرې کوي چې په یوه ډول نه یوه ډول یې د مېرمنې د آزار او خپګان سبب ګرځي. ډېری وختونه دا خبرې ان د بې ادبۍ تر حده رسېږي، خبره دومره له چوکاټه وځي چې ان مقابل کس یې هم د زغملو توان له لاسه ورکوي.

کله چې موږ له خپلې مېرمنې سره  ښه چلند کوو، دا په دې مانا ده چې هغوی موږ ته ارزښت لري او دغه څه  د مېرمنو لپاره تر هرڅه ارزښناک او د قدر وړ دي، دوی احساس کوي چې خاوند ته یې څومره مهمه ده او د خاوند په شتون کې د پوره ډاډ او امنیت احساس ورته پیدا کېږي. کله چې تاسو خپلې مېرمنې ته په احترام قایل شی او درنښت ورکړی، معلومه خبره ده چې دوی دوه چنده له تا سره ښه چلند کوي او په درنه سترګه درته ګوري. دا څه یوازې د مېرمنو کار نه دی، بلکې که تاسو په هر ډول محیط کې له خلکو سره ښه چلند وکړی، نو په بدل کې به یې ښه چلند ووینی. دا خبره سمه نه ده چې وایي: «ښه مه کوه، بد نشته»، بلکې اصلي خبره دا ده چې وایي: «انسان د احسان تابع دی». که دې ښه وکړل، په بدل کې به یې ښه وینې او که خدای مه کړه له چا سره بد چلند وکړې، نو بیا د ښو تمه هم مه ترې کوه. څېړنو ثابته کړې چې د نارینه وو په نسبت ښځې څو چنده پر خپلو مېړونو مهربانې دي. کېدای شي ځینې وخت د مېرمنې لخوا هم له خاوند سره بد چلند وشي، خو په ګډ ژوند کې دا هر څه ممکن دي او باید د دواړو ترمنځ د خبرو له لارې جوړجاړی وشي، مشهوره خبره ده چې وایي: «که یو کس د بام پر سره یوازې ژوند کوي، بهتره دا ده چې له یوې ژبورې ښځې سره تر چت لاندې ژوند وکړي». مېړونو ته هم لازمه ده چې تل د خپلو خبرو واک په خپل لاس کې واخلي، تل متین او با وقاره اوسي. د یوه نارینه لپاره لازمه ده چې هر ځای ته په کتو سره خبرې وکړي او خبرې یې د دې سبب نه شي، چې خدای مه کړه د چا د ازار سبب وګرځي.

که په کور کې په غوسه وی، خو کله چې دروازه ټک ټک کېږي، ژر تر ژره باید د خپلو خبرو لهجې ته بدلون ورکړی او په ډېره نرمه او له مینې څخه په ډکه لهجه او خلاصه ټنډه له راغلي کس سره خبرې وکړی. له دې لیکنې څخه مو موخه دا ده، چې له هر چا سره باید د خبرو کولو ځانګړی طرز په پام کې ونیسئ، په ځانګړي ډول له خپلې مېرمنې سره؛ ځکه هغه ستاسو د ژوند شریکه ده. که تاسو د خپل ژوند له شریکې سره ښه اړیکه ونه لری، نو مه هېروئ چې له خپل ژوند څخه په هېڅ صورت سره خوند نه شی اخیستی او بالاخره دا څه د دې سبب کېږي، چې اولادونه به مو هم په ښه روحیه نه وي روزلي او ان ډېری وخت کېدای شي ستاسو په کورنۍ کې د درز لامل وګرځي.

د دې لپاره، چې پوه شی تاسو په خپل کور کې له مېرمنې سره په اصولو او د ادبي معاشرت په چوکاټ کې خبرې او چلند کوی کنه، باید دې پوښتنو ته ځوابونه ووایئ:

مېرمن مو ستاسو د خبرو او ورځني چلند په اړه څه احساس لري؟

ستاسو چلند ستاسو د مېرمنې پر ځان باور باندې څه اغېز لري؟

مېرمن مو د یوه نعمت په سترګه درته ګوري او که په شتون مو شرمېږي؟

دغو پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره به درته جوته شي چې تاسې څه ډول کس یی. که پوه شوی، چې تاسو په سم ډول له خپلې مېرمنې سره د معاشرت د ادابو له مخې پر مخ نه ځی، نو لا هم وخت لری چې خپل ځان جوړ کړئ تر څو له پاتې ژونده خوند واخلئ.

څه باید وکړئ؟

تاسو پر دې پوهېږی چې مینه ګستاخي نه، بلکي د ښه ژوند لپاره تر ټولو غوره لاره ده. که په ريښتیا هم له خپلې مېرمنې سره مینه لری، نو ضرور باید له هغوی سره د معاشرت آداب هم زده کړئ. د دې کار لپاره تر ټولو مخکې له هغو کارونو لاس واخلئ، چې د مېرمنې د خپګان او آزار سبب مو ګرځي.

په دغه ځای کې درې شیان دي، چې له تاسو سره مرسته کوي تر څو له مېرمنې سره مو د معاشرت آداب زده کړی:

۱- له مېرمنې سره مو داسې چلند وکړئ چې تاسو یې هم د کولو تمه ترې لری.

۲- کله چې تاسو له کور بیرون، په ټولنه، کاري محیط، له نږدې ملګرو سره څه ډول چلند کوی، په کور کې هم په هماغه ډول خندان او مینه ناک اوسئ.

۳- هغه څه چې مخکې مو مېرمنې در څخه غوښتي، تر اوسه مو نه دي تر سره کړي، بیا ترې وپوښتئ. دغه څه هم ورسره شریک کړئ او قناعت ورکړئ چې غوښتنې یې باید په داسې حد کې وي چې ستاسو له وسې سره پوره وي، ډاډه یم کله چې له خپلې مېرمنې سره په سم ډول چلند وکړئ، په هر ډول درسره ګزاره کوي؛ ځکه چېرته چې خوښي وي، هلته بیا مادیاتو ته دومره ارزښت نه ورکول کېږي او معلومه خبره ده، چې خوښ ژوند په ډېر پیسو او مادیاتو کې نشته، یوازې موږ خپله کولای شو، چې د ځان لپاره د خوښ ژوند زمینه برابره کړو او بس.

Share23Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In