په امریکا کې یوې نوې ترسره شوې څېړنې ثابته کړې چې د کچالو له اندازې ډېر خوړل، انسان د وینې پر لوړ فشار اخته کولی شي. د هاروډ میډیکل سکول او بریګم اینډ ویمن هسپيټال له خوا په ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي چې د دغو نشایسته لرونکو خوړو ډېر خوراک د وینې فشار او ۱۱ سلنه د دې ناروغۍ خطر لوړوي. په څېړنه کې د دغو خوړو د استعمال د طریقې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو روغتیايي څېړونکي او کارپوهان پر دې باور دي چې په غوړیو کې پخول يې د فشار د ناروغۍ خطر د نورو طریقو په پرتله ډېر زیاتولای شي.
څېړونکو د څېړنې د ترسره کولو لپاره له خلکو پوښتلي چې څو ځلې چپس خوري؟ څرګنده شوې چې په اونۍ کې څلور ځلې د چپسو خوراک د وینې د لوړ فشار خطر ۱۷ سلنه زیاتوي. په څېړنه کې ویل شوي چې په کچالو کې د جي ای په نوم مواد شته چې د وینې د فشار د لوړېدو لامل کېږي.