د پاکستان سترې محکمې ویلي چې له دې وروسته په پاکستان کې څوک هندي تلویزیوني چینلونه نه شي کتلی او نه هم د هندي سینما تولید شوي فلمونه نندارې ته اېښودلی شي. د محکمې په پرېکړه کې راغلي چې له دې درکه هند هر کال میلیونونه ډالره ګټه کوي نو پاکستان پرېکړه کړې چې له دې وروسته پر هندي چینلونو بندیز نور هم سخت کړي. د پاکستان ستره محکمه وایي دا کار یې ځکه کړی چې هند تل پاکستان ته د اوبو په ورتګ کې ستونزې جوړوي او یاد هېواد ته پر تلونکو اوبو یې بندونه او کانلانونه جوړ کړي دي. د پاکستان اتیا سلنه زراعتي ځمکې له هغو اوبو اوبه کېږي چې په هند کې له همالیا غرونو سرچینه اخلي. هند پرېکړه کړې چې له دې وروسته به پر دغه اوبو ګڼ شمېر بندونه او سربندونه جوړ کړي، چې دې مسئلې د پاکستان اندېښنه پارولې ده.