هغه کسان چې ډېر چاغ دي، که دوې نیمې کیلو هم خپل وزن کم کړي، له ورایه به یې په بدن کې توپیرونه ولیدل شي او له ظاهري ښکلا سره یې مرسته کوي. دوی چې له ډېر چاغوالي کړېږي، که لږ هم خپل وزن کم کړي، پر نفس به یې باور زیات او له خپلې روغتیا سره به یې مرسته کړې وي.
څومره چې ډېر خواړه خوری، په هماغه اندازه مو په بدن کې انرژي تولیدېږي، نو د دې لپاره چې وزن مو کم کړی وي، د خوړو کچه مو ټاکلې اندازې ته را ښکته کړئ. هڅه وکړئ، څو د یوه ورغوي په اندازه غوښه وخورئ، مانا دا چې را کمه یې کړئ. کله چې هوټل ته ځی، کومه اندازه خواړه چې فرمایش ورکوی، نمایي یې کور ته درسره راوړئ، هڅه وکړئ چې د خوړو نمایي برخه مو مېوه او سابه وي. موږ او تاسې تر ډېره غوړ خواړه خورو، خو پام مو وي چې دغه څه د چاغوالي لپاره د یوه دام په څېر دي.