د روغتیا مشهوره مجله لیکي چې ويټامین (اې) له دوو لارو ترلاسه کولی شی، لومړۍ سرچینه یې د هغو حیواناتو ینه (جګر) دی چې غوښه یې حلاله وي او دویم په هغو شنو بوټو کې چې کاروتین ولري؛ ځکه همدا کاروتین د ويټامین (اې) د جوړېدو لامل ګرځي. کاروتین لرونکي بوټي ډېری یې ژېړ، نارنجي او ډېر کم یې شین رنګ لري. لوتین او زیکسانتین هم د سترګو د سلامتیا لپاره ګټور تمامېږي، چې په زیاته کچه په پاڼه لرونکو سبزیو لکه (پالک) کې پیدا کېږي. دغه راز دا دوې مادې په کمه کچه په هغو مېوو او سبزیو کې هم تر سترګو کېږي، چې شین ته مایل رنګ ولري. ويټامین (سي) چې تر ټولو ښه انټي اکسیډان دی، د دې شبکې لپاره ګټور ثابت شوی چې د سترګو له سلامتیا سره مرسته کوي. هغه کسان چې سګرېټ او یا الکول کاروي، په بدن کې یې د ويټامین سي کچه ورځ تر بلې کمېږي چې په پایله کې یې د سترګو شاوخوا ګونځې پیدا کوي.