هغه څېړنه چې په ۲۰۱۸ ز کال کې تر سره شوې ده، پایلو یې ښودلې چې موبایل نن سبا د ملګرو تر منځ د اړیکو ټینګولو پر ځای، د واټن پیدا کېدو لامل شوی دی. ښه ملګری هغه دی چې له تاسو سره د ناستې ولاړې پر مهال د بل هېڅ شي په اړه فکر نه کوي، داسې چې فکر کوی، تمرکز او تاسو ته پاملرنه یې د ژوند یو حیاتي اصل دی. ښه ملګری د خپلو اړتیاوو په پام کې نیولو سره د ملګري اړتیاوې او غوښتنې هم په پام کې نیسي او پوره پاملرنه ورته کوي. په ملګرتیا کې باید دوه اړخیز زغم موجود وي او پر موقع باید دواړې خواوې په پوره ارامۍ خبرې وکړي او نظرونه سره شریک کړي. ښه ملګری هغه دی چې هېڅ وخت مو یوازې پرې نه ږدي. هغه کسان چې یوازې په خوښیو کې مو ګډون کوي، ښه ملګري نه دي، بلکې ښه ملګری هغه دی چې په خوښۍ او غم دواړو کې مو ترڅنګ ودرېږي.