ټولنیزو شبکو ته لږ وخت ځانګړی کړئ. موږ او تاسو ډېری د نورو لپاره د ځان ښودنې او یا دا چې ځان پرمختللی معرفي کړو، په بېلابېلو ټولنیزو شبکو کې اکونټونه جوړوو. لازمه نه ده چې تاسو باید په ټولو شبکو کې د ځان لپاره اکونټ جوړ کړی. د دې لپاره اړتیا نشته چې د موبایل پر سکرین مو ډول ډول پروګرامونه ښکاره شي او په ټولو شبکو کې باید اکونټ ولری. دغه څه مو ذهني ارامي له منځه وړي. موږ د ژوندي پاتې کېدو لپاره هوا، خوړو، د پروټینو او ويټامینونو ټاکلې اندازې ته اړتیا لرو، نه فېسبوک او انسټاګرام ته. باید هره شېبه د نوټیفیکېشن له ټینګ، ټینګ څخه ځان خلاص کړو؛ ځکه دغه څه مو ارامي له منځه وړي. کله چې د خپلو ټولنیزو شبکو نوټیفیکېشنونه بند کړی، ورځنۍ چارې به په پوره تمرکز ترسره کړئ. په ټبلېټ او ټلیفون کې مو چې کله نوټیفیکېشن او پیغام راځي، موږ ته را یادوي چې په مجازي نړۍ کې نوي څه پېښ شوي دي.