د امریکا پنسلوانیا ایالت د پیټزبورګ ښار ته نږدې د یهودانو په کلیسا کې ډزې شوې چې ۱۱ کسان پکې وژل شوي. ۴۶ کلن بریدګر رابرټ باویرز نومېږي چې د پولیسو لخوا نیول شوی او اوس تر درملنې لاندې دی.
د ترهګرۍ ضد پولیسو سیمه کلابنده کړې او نږدې خلکو ته یې تر څو ساعتونو کورونو کې د پاتېدو سپارښتنه کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د پېښې ځای ته تللی او دا یې یو وحشي برید بللی. ټرمپ د وسلو درلودلو قوانینو ته په اشارې ویلي، که د کلیسا د ننه په وسلو سمبال امنیتي کسان وای، نو پېښې به بل رنګ پيداکړی و.
رپوټونه وايي، بریدګر یې پېژندلی چې اوس روغتون کې تر درملنې لاندې دی. له هغه سره یو ټوپک او دوه تومانچې هم موندل شوې چې کلیسا ته ننوتی او هلته یې پر حاضرو خلکو ډزې کړې.
اسکویریل هیل کلیسا پنسلوانیا کې هغه کلیسا ده چې د نورو هغو پرتله ډېر کسان د عبادت لپاره ورځي او شنبې ورځ بیا د عبادت کوونکو شمېر بیخي ډېر وي.